دچین رسنیو د ایران او داروپا اټومی خبرې مثبتې وبللې
-
دایران دلوړرتبه چارواکو له نظره داټومي موافقې د ساتلو لپاره په اروپايي هیوادونوکښې دپام وړ سیاسي اراده شته .
زمونږ خبریال وایی دچین رسنیو د اټومی موافقې او داړیکو د راتلونکی په اړه له اروپایی هیوادونو سره د ایران داسلامی جمهوریت خبرې رغنده وبللې .
دچین شین هوا خبری اژانس راپور ورکړ د ایران او د اروپایی هیوادونو چارواکو د اټومی تړون دساتلو په اړه له یوبل سره رغنده خبری لرلی دی او دایران لپاره دغه خبره اهمیت لری چې دامریکا لخوا داټومی موافقې له خلاف ورزۍ سره سره ددغه تړون نور غړی هیوادونه دایران اټومی ، سیاسی او اقتصادی حقونه په رسمیت وپیژندی .
د چین حکومتی ټیلی ویژن سی سی ټی وی(CCTV) هم راپور ورکړ دایران دلوړرتبه چارواکو له نظره داټومی موافقې د ساتلو لپاره په اروپایی هیوادونوکښې دپام وړ سیاسی اراده شته .
چاینا ارګ سایټ هم په یوه(۱) راپور کښې ویلی دی د اروپایی هیوادونو او د ایران ترمینځ دخبرو له رغنده کیدا سره سره ولسمشر حسن روحانی د داسې وړاندیزونو غوښتونکی دی چې پکښې په معلوم ډول د اټومی تړون دساتلو لارې وی او شکونه پکښې نه وی .