په جاپان کښې بارانونو ۵۴ کسان وژلی
Jul 08, 2018 01:35 Asia/Kabul
-
دسختو بارانونو له کبله دجاپان نولس(۱۹) لکه خلک بې کوره شوي هم دي .
زمونږ خبریال راپور راکړی د جاپان په لویدیځ او مرکز کښې دسختو بارانونو له کبله په بیلابیلو پیښو کښې تراوسه څلور پنځوس(۵۴) کسان وژل شوی اوڅلور څلویبښت (۴۴) نور بې درکه شوی هم دی .
ویره شته چې دمړو او دبې درکه کسانو شمیر نور هم زیات شی .
دسختو بارانونو له کبله د جاپان په سړکونو کښې اوبه جمع شوی او په سمندرونو کښې د اوبو سویه خطرناک حد ته لوړه شوی ده .
د جاپان ژغورونکی له اغیزمنو شویو سیمو د خلکو دایستلو کار ته دوام ورکړی .
دسختو بارانونو له کبله دجاپان نولس(۱۹) لکه خلک بې کوره شوی هم دی