له ایران څخه دتیلو اخیستل د ملی ګټو پراساس دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74511-له_ایران_څخه_دتیلو_اخیستل_د_ملی_ګټو_پراساس_دی
ایرنا خبری اژانس د هندوستان ټایمز ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د هند دتیلو وزیر دارمندرا پرادهان (Dharmendra Pradhan) د ملی ګټو پراساس له ایران څخه دتیلو د واردولو د دوام په اړه د نوی ډیلی دفیصلې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2018 09:54 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي ده چې د  هندوستان د خارجه او دتیلو وزارتونو یو(۱) پلاوی د امریکا له چارواکو سره خبرې وکړي .
    ټاکل شوي ده چې د هندوستان د خارجه او دتیلو وزارتونو یو(۱) پلاوی د امریکا له چارواکو سره خبرې وکړي .

ایرنا خبری اژانس د هندوستان ټایمز ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د هند دتیلو وزیر دارمندرا پرادهان (Dharmendra Pradhan) د ملی ګټو پراساس له ایران څخه دتیلو د واردولو د دوام په اړه د نوی ډیلی دفیصلې خبر ورکړ .

هغه وویل هندوستان به له ایران څخه دتیلو د واردولو د موضوع په څیړلو کښې د نورو هیوادونو تر دباو او رعب لاندې نه بلکې د خپلو ملی ګټو براساس فیصله وکړی .

دهندوستان دتیلو وزیر دارمندرا پرادهان زیاته کړه نوی ډیلی دایران پرضد د امریکا بندیزونه دیوه چیلنج په توګه ګڼی ځکه چې هند له ایران اسلامی جمهوریت سره نږدې اړیکې لری .

امریکا له دې مخکې د هند او دچین په شمول له ټولو هیوادونو غوښتی وو د روان میلادی کال دنوامبر دمیاشتې تر څلورمې(۴) نیټې پورې له ایران څخه دتیلو اخیستل بند کړی .

دهندوستان دتیلو وزیر دارمندرا پرادهان له ایران سره تاریخی ، کتلوری او تمدنی ګډولو ته په اشارې سره وویل دهند اقتصادی ګټې دایران په شمول دسیمو له هیوادونو سره اړونده دی او د نوی ډیلی  حکومت به دایران له  اسلامی جمهوریت څخه د تیلو د خیستلو په اړه یو(۱) جامع کړچار وکاروی .

د هندوستان د تیلو د وزیر دغه څرګندونې دایران پرضد دبندیزونو په اړه د خبرو اترو لپاره هند ته د امریکا دیوه (۱)پلاوی د سفر له پیلیدا اوه(۷) ورځې مخکې شوی دی .

ټاکل شوی ده چې د  هندوستان د خارجه او دتیلو وزارتونو یو(۱) پلاوی د امریکا له چارواکو سره خبرې وکړی .