امریکا په هندوستان د زیاتو تیلو د خرڅولو هڅه کوی
-
د هند دتیلو چاڼ ځایونه نشي کولای هغه ټول تیل چې امریکا یې چین ته صادروي جذب کړي .
زمونږ خبریال وایی دهندوستان رسنیو دغه هیواد ته د تیلو د صادراتو د زیاتولو لپاره دامریکا دشرکتونو(company) د هڅې خبر ورکړ .
دهندوستان این ډی ټی وی(NDTV India) خبری ټیلی ویژن چینل اینټرنیټ سایټ راپور ورکړ دهند د مورنینګ سټار شرکت په څانګه کښې د انرژۍ او دشیانو لپاره دتحقیقاتو مدیر سینډی فیلډن له چین او اروپایی اتحادیې سره دامریکا تجارتی جنګ ته د فولادو په واردولو د ګمرک او مالیاتو لګولو ته په اشارې سره وویل که چیرې چین دامریکا د تیلو په وارداتو مالیات ولګوی د چین دتیلو چاڼ ځایونه به دامریکا تیل وانخلی ځکه چې لګښت به یې زیات وی .
هغه وویل دامریکا د تیلو دخرڅولو دبازار یو (۱)انتخاب هندوستان دی چې په تیرو څو کلونو کښې یې له امریکا څخه دتیلو اخیستل زیات کړی دی .
د روان میلادی کال په می میاشت کښې دهندوستان دتیلو چاڼ ځایونو له امریکا څخه څلور اعشاریه اوه میلیونه بیرله اومه تیل وارد کړل چې دغه انداز د روان میلادی کال د اپریل له میاشتې نهه(۹) برابره زیاته ده او له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې تراوسه له امریکا څخه د واردو شویو تیلو ترټولو زیاته اندازه ده .
سینډی فیلډن په دې خبرې سره چې دشیل(Royal Dutch Shell) شرکت تیل دایران دتیلو ځاې ناستی نه دی وویل د هندوستان دتیلو اکثره چاڼ ځایونه په دې ډول جوړ شوی دی چې کولای شی د ایران درانه تیل په لوړ ګوګرد سره چاڼ کړی داپه داسې حال کښې دی چې امریکا د شیل شرکت د سپکو تیلو صادرات په کمو ګوګردو سره زیات کړی دی او له بلې خوا د هند دتیلو چاڼ ځایونه نشی کولای هغه ټول تیل چې امریکا یې چین ته صادروی جذب کړی .