دامریکا خارجه وزیر د ایران پرضد ادعا تکرار کړه
-
دایران پرضد له بایکاټ د امریکا هدف دتهران دسیمه ییز سیاست بدلول دي .
دامریکا دبهرنیوچارو وزیر مایک پمپئو(Mike Pompeo) له سکایی نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې یوځل بیا د واشنګټن د ایران ضد دریځونو دتکرارولو په ترڅ کښې سعودی عربستان او متحده عربی امارات په مینځنی ختیځ کښې د امریکا ښه ملګری وبلل .
هغه د سوریې ، عراق ، یمن او د لبنان په شمول د ایران د متحدو مقاومت ډلو د محدود کولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دحکومت ژمنه تکرار کړه .
دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو په عین حال کښې یوځل بیا ادعا وکړه چې دایران پرضد له بایکاټ د امریکا هدف دتهران دسیمه ییز سیاست بدلول دی .
هغه په یمن کښې دسعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو جنایتونو او ظلمونو ته له اشارې پرته وویل امریکا په سیمه کښې د دغو دوو(۲) عربو هیوادونو په شان ښه شرکا لری .
امریکا دیمن پرضد دسعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو د جنګ یوه اصلی ملاتړی ده .