امریکا د افغانستان د طالبانو ملاتړ کوی
-
امریکا او ناټو تړون له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې د غړو په انتقالولو کښې لاس لري .
زمونږ خبریال وایی د روسیې دباندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا(Maria Zakharova) پرون وویل دامریکا دفاع وزارت پینټاګان په افغانستان کښې د طالبانو ملاتړ کوی .
هغې جوته کړه داسې ثبوتونه شته چې ښیی دامریکا دفاع وزارت دافغانستان دطالبانو یو(۱) مالی ملاتړی دی .
د روسیې دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن زاخارووا ډاګینه کړه ناټو تړون د افریقا په شمال او په مینځنی ختیځ کښې ترهګرۍ ته د ودې د ورکولو او د ناامنۍ د زیاتیدا اصلی عامل دی .
دافغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم څه موده مخکې ویلی وو داسې دلایل شته چې ښودنه کوی امریکا او ناټو تړون له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې د غړو په انتقالولو کښې لاس لری .
امریکا او ملګرو یې په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کښې د امنیت دتامینولو په پلمې سره په دغه هیواد یرغل وکړ خو له هغه وخت راهسې تراوسه نه یوازې په دغه هیواد کښې امنیت ټینګ شوی نه دی بلکې ناامنۍ ، ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو کر او قاچاق بیخی ډیر شوی دی .