د امريکې بنديزونه به بې ځوابه پاتې نه شي
د ترکيې خارجه وزيرمولود چاووش اوغلو وويل، د ترک چارواکو په خلاف د بنديزونو لګولو په اړه د واشنګټن اقدام به بې ځواب پاتې نه شي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مولود چاوش اوغلو بېګا په خپل ټوئيټر پاڼه کښې د يو پېغام په خپرولو سره په دغه هېواد کښې د يو امريکائي پادري د نيولو په وجه د ترکيې د چارواکو د بائيکاټ په اړه د امريکې فېصله وغندله او وې ليک، د ترکيې په خلاف د بنديزونو د لګولو په اړه د امريکې اقدام به بې ځواب پرېږ نه دي.
د امريکې د خزانې وزارت د يوې خبرتيا په خپرولو سره وويل چې د ترکيې د عدليې او کورنيو چارو وزيران عبدالحميد ګل او سليمان سويلو د برونسون پادري د نيولو په دوسيه کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په تور د خپلو بائيکاټونو په لېست راوستلي دي.
له دې مخکې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمت ترکيې ته خبردارے ورکړے ؤ چې که د دغه هېواد حکومت برونسون نومې پادري ازاد نه کړي نو سپينه ماڼۍ به د انقرې په خلاف سخت بنديزونه ولګوي.
د ترکيې حکومت د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کښې آنډرو برونسون د فتح ا... ګولن له تنظيم سره د ارتباط او د ترهه ګريزو اقداماتو او جاسوسۍ په تور ونيوۀ.