ترکیې امریکې ته د ورته مقابلې خبرداری ورکړ
د ترکیې خارجه وزارت د خپل هیواد د فولادو او ایلومونیمو په وارداتو باندې د درنو مالیاتو د لګولو په وړاندې امریکا په مناسب غبرګون وغندله.
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون له امریکې څخه د فولادو او ایلومینیمو په وارداتو باندې د ټیکس لګولو په هکله د دغه هیواد د پریکړې په تړاؤ د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل: ترکیه به هم د امریکې د دې نوې فیصلې په وړاندې غچ اخیستونکی اقدام وکړي.
د ترکیې خارجه وزارت څرګنده کړې، د امریکې بندیزونه او دباؤنه یوازې د دواړو هیوادونو اړیکو ته تاوان رسوي او اختلاف په ډیپلماسۍ، خبرواترو، ښه نیت او دوه اړخیز تفاهم سره هواریږي.
دغه خبرپاڼه زیاتوي چې د فولادو او ایلومینیمو په وارداتو ټیکس لګل د نړیوالې سوداګرۍ د اصولو خلاف ورزي ګڼله کیږي.
یاده دې وي چې د امریکې ولسمشر ټرمپ پرون له دغه هیواده ترکیې ته د اوسپنې او ایلومینیمو د صادراتو مالیات یا ټیکس دوه چنده کړ.