پاکستان د ټروریزم او ترهگرۍ مرکز دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76648-پاکستان_د_ټروریزم_او_ترهگرۍ_مرکز_دی
زمونږ خبریال وایی د امریکا خارجه وزارت یوځل بیا پاکستان دترهګرۍ مرکز وباله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 22, 2018 05:14 Asia/Kabul
  • اسلام اباد هیڅکله په خپله خاوره کښې دترهګرو د له مینځه وړلو هڅه نه ده کړي .
    اسلام اباد هیڅکله په خپله خاوره کښې دترهګرو د له مینځه وړلو هڅه نه ده کړي .

زمونږ خبریال وایی د امریکا خارجه وزارت یوځل بیا پاکستان دترهګرۍ مرکز وباله .

دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کښې وویل د طالبانو او دحقانی په شمول ترهګرۍ ډلې په پاکستان کښې امن پناه ځایونه او مرکزونه لری .

دامریکا دخارجه وزارت د راپور په یوې برخې کښې ویل شوی دی د پاکستان حکومت ژمنه کړی ده  چې په افغانستان کښې دسولې د بهیر ملاتړ کوی خو اسلام اباد هیڅکله په خپله خاوره کښې دترهګرو د له مینځه وړلو هڅه نه ده کړی .

دپاکستان پرضد دامریکا د ولسمشر ټرمپ له تور لګولو وروسته د تیر میلادی کال له اګست میاشتې راهسې د دواړو هیوادونو اړیکې یو څه خړې پړې شوی دی .

ټرمپ د افغانستان په اړه د امریکا د نوی ستراتیژۍ داعلانولو په وخت پاکستان په افغانستان کښې  فعالو ترهګرو ته د پناه  ځای په ورکولو تورن کړی او بیا یې ګواښ وکړ  چې له اسلام اباد سره مالی مرستې غوڅوی .