د خاشقجي دوسيه د ترکيې د عدليې لپاره يو آزمېښت دے
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77367-د_خاشقجي_دوسيه_د_ترکيې_د_عدليې_لپاره_يو_آزمېښت_دے
د ترکيې د کورنيو چارو وزير وويل، د جمال خاشقجي ماجرا نه يوازې د نړيوالو خبرونو موضوع ده بلکه د ترکيې د عدليې لپاره يو آزمېښت دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2018 12:43 Asia/Kabul
  • د خاشقجي دوسيه د ترکيې د عدليې لپاره يو آزمېښت دے

د ترکيې د کورنيو چارو وزير وويل، د جمال خاشقجي ماجرا نه يوازې د نړيوالو خبرونو موضوع ده بلکه د ترکيې د عدليې لپاره يو آزمېښت دے.

د آناتولي خبري اژانس د رپوټ له مخې د ترکيې د کورنيو چارو وزير سليمان سويلو له ټولو وغوښتل چې د سعودي جرنلېست جمال خاشقجي د بې درکه کېدو په اړه دې قضائي تحقيقاتو د نتيجو په طمه اوسي او له اټکلونو دې ډډه وکړي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزير څرګنده کړه، د خاشقجي د دوسيې لپاره په استنبول کښې له سعودي کنسولګرۍ څخه د تفتيش لپاره د ګډې موافقې په انتظار کښې يوو.

هغه زياته کړه، ترکيه په نړيوالو موافقو پابنده ده او له هم هغې ابتداء راهسې يې روڼه او شفاقه تګلاره غوره کړې ده.

جمال خاشقجي د اکتوبر په ۲ نېټه د ترکيې په استنبول کښې د سعودي کنسولګرۍ ته له ننوتلو وروسته بې درکه شو.

دا په داسې حال کښې دي چې رسنيو له  دې مخکې رپوټ ورکړ چې د خاشقجي مُثله شوے مړے او شکنجو له زياتو آثارو سره په استنبول کښې موندل شوے دے.

د خاشقجي نوم د آل سعود رژيم د نيول کېدونکو او ترتعقيب لاندې کسانو په لېسټ کښې موجود ؤ او هغه د نيول کېدو له ويرې له سعودي نه په بهر کښې ژوند کوۀ.