اردوغان په ملګرو ملتو کښې په سمدستي اصلاحاتو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77616-اردوغان_په_ملګرو_ملتو_کښې_په_سمدستي_اصلاحاتو_ټینګار_وکړ
د ترکیې ولسمشر د ملګرو ملتو په تیره بیا د امنیت شورا په جوړښت کښې د سمدستي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2018 04:27 Asia/Kabul
  • اردوغان په ملګرو ملتو کښې په سمدستي اصلاحاتو ټینګار وکړ

د ترکیې ولسمشر د ملګرو ملتو په تیره بیا د امنیت شورا په جوړښت کښې د سمدستي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

رجب طیب اردوغان پرون د ملګرو ملتو د جوړیدو د درې اویایمې کلیزې په مناسبت یوه خبرپاڼه کښې وویل: ۷۳ کاله مخکښې په جوړ شوي د ملګرو ملتو په سازمان په تیره بیا په امنیت شورا کښې چې د نړیوالې صلحې او امنیت د ضمانت مسئوله ده، اصلاحاتو ته په موجودې اړتیا سترګې نه شي پټیدی او د دې کار ځنډول هم نه دي پکار.

د ترکیې د ولسمشر په خبرپاڼه کښې راغلي دي: په روانډا، بوسنیا هرزګوینا او کوسوو کښې شوی قتل عام او د سیمې په هیوادونو کښې د ترهګرو عملیاتو دوام ثابتوي چې د ملګرو ملتو امنیت شورا نه ده توانیدلې چې پر خپلو دندو عمل وکړي او د هغو په ترسره کولو کښې یې ماتې خوړلې ده نو په دې وجه اصلاح ته ضرورت لري.

اردوغان یوځل بیا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې نړۍ، له پنځو غړو ډیره ستره ده، ترڅو چې موجوده بې انصافۍ په امنیت شورا کښې حل نه شي تر هغې به په نړۍ کښې صلحه رانه شي او ملګري ملتونه به په یو لاعادلانه، لاډیموکراټیک، لاشفاف او لا اغیزشیندونکي او لا زیات ذمه واري منونکي جوړښت بدل نه شي.