دنړۍدمسلمانانو د وحدت په وړاندې دنړیوالورسندیومعناداره چُپتیادوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77710-دنړۍدمسلمانانو_د_وحدت_په_وړاندې_دنړیوالورسندیومعناداره_چُپتیادوام_لری
د نړۍ د اطلاعاتو د آزاد بهیر مدعی رسندوئی اورګانونه اوچینلونه چې دحرفه وی او بې پلوی چارو شعارونه هم ورکوی ، په دې باب هیڅ غوږ نه ګروی او دغفلت په خوب ویدۀ دی،ګواکې دغه راغفونډ شوی په میلیونونو انسانان نه وینی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2018 09:19 Asia/Kabul
  • دنړۍدمسلمانانو د وحدت په وړاندې دنړیوالورسندیومعناداره چُپتیادوام لری

د نړۍ د اطلاعاتو د آزاد بهیر مدعی رسندوئی اورګانونه اوچینلونه چې دحرفه وی او بې پلوی چارو شعارونه هم ورکوی ، په دې باب هیڅ غوږ نه ګروی او دغفلت په خوب ویدۀ دی،ګواکې دغه راغفونډ شوی په میلیونونو انسانان نه وینی .

Image Caption

 

زمونږخبریال راپورراکړ   دکربلا  دحسینی اربعین  د میلیونی مارچ یا  لاریون  دسترې حماسې  په باب  خبرونه او راپورونه په   درستو نړیوالو او سیمه ایزو رسنیو کې  سنسر کیږی ،په داسې حال کې  چې  همدغه تالی څټی رسندوی چینلونه  ډیره واړه پیښه او یا ډیر کم شمیره لاریون  ته هم چې داسلامی امت  په ضد یا داسلامی امت دوحدت   او یووالی په ضد وی ، انعکاس ورکوی ،   دکربلا دحماسې د څلویښتۍ یا اربعین په مناسبت  دمیلیونونو مسلمانانو د  اتحاد او یووالی  سمبول او څپانده سمندر ورته نه ښکاریږی .

Image Caption

 

 راپورښئ د عراق په کربلاکې د نړۍ له ګوټ ګوټه دبیلابیلو ملیّتونو او پرګنو په میلیونی شتون سره دنړۍ تر ټولو ستره  غونډه د ترسره کیدا په درشل کې ده،او هماغه راز په میلیونونو پتمن او د یووالی او اتحاد  غوښتونکی ددغه حماسی لاریون په لور د عراق  وآخوا ته روان دی،او دعراق  په  درستو لارو کوڅو کې ددغو حسینی مینه والو د خدمت لپاره عراقیان شپه ورځ  سترګې په لاره دی او د دغو پلی تلونکو حسینی زیارتوالو خدمت یو ستر ویاړ ګڼی،خو د  نړۍ د اطلاعاتو  د آزاد بهیر  مدعی رسندوئی  اورګانونه اوچینلونه  چې  دحرفه وی او بې پلوی چارو شعارونه هم  ورکوی ،  په دې باب هیڅ  غوږ نه ګروی  او دغفلت په خوب ویدۀ دی،ګواکې دغه راغفونډ شوی په میلیونونو انسانان  نه وینی .

Image Caption

 

داپه  داسې حال کې دي چې  د نړۍ دنورو هیوادونو په څير په  افغانستان او پاکستان کې  هم  حسیني اربعین په ډير پرتم اوولولې سره لمانځل کیږي  په بیلابیلو ښارونو او ښارګیو کې د حسیني عزادارو لاریونونه اوجلوسونه  ترسره کیږي . سږ کال په پاکستان کې په دې مناسبت ځانګړي تابیاوې غوره شوي او وئیل کیږي چې په دې ورځ به په زیاتره ښارونو کې موبایل ټيلیفونونه هم بند وي او  په لسګونو زره امنیتی ماموران اوپولیس به   دامنیت ساتل په غاړه ولري .

Image Caption