په تهران کښې د حسيني (ع) څلوېښتې د پاتې کسانو لاريون
Oct 30, 2018 13:13 Asia/Kabul
حسيني (ع) څلوېښتۍ د پاتې کسانو اولس کېلوميټري لاريون له مېدان امام حسين (ع) نه د حضرت عبدالعظيم (ع) تر حرمه پورې ترسره شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه لاريون چې نن سحر د تهران له امام حسين (ع) نومې سکوائر نه شروع شوے ؤ د حضرت عبدالعظيم (ع) تر حرمه يې دوام وموند.
نن د صفرې د مياشتې شلمه نېټه د کربلا په صحر کښې د امام حسين (ع) او د هغه حضرت د وفادارو ملګرو د شهادت څلوېښتي د ټولې دنيا په مختلفو هېوادونوکښې په مذهبي جوش او ولولې سره نمانځلې کيږي.
په دې موقع دعر اق په کربلا کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په شمول له ټولې نړۍ څخه په لسګونو ميلين زائرين د څلوېښتۍ په دغو مراسمو ګډون کوي.
ټیګونه