ترکيه هم د امريکې له بائيکاټونو معاف شوه
د ترکيې د انرجۍ او طبيعي زېرمو وزير وويل، هېواد يې له هغو اتو هېوادونو څخه دے چې د ايران د تېلو په خلاف د امريکې له بنديزونو معاف شوے دے.
د ترکيې د ډيلي صباح ورځپاڼې په نقل سره د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې فاتح دونمز چې مخکې يې د ايران په خلاف د امريکې له تيلي بنديزونو څخه د خپل هېواد د معافيت په اړه د بې خبرۍ څرګندونه کړې وه پرون وويل، هېواد يې واشنګټن له بنديزونو معاف کړے دے.
د امريکې خارجه وزير مائېک پومپئو پرون د خبريالانو په ټول کښې وويل، د ډونالډ ټرمپ حکومت به اته هېوادونه د ايران په خلاف له تيلي بنديزونو معاف کړي.
له دې مخکې د امريکې بلومبرګ خبري اژانس رپوټ ورکړے ړ چې جاپان، جنوبي کوريا، هند او چين له بنديزونو مستثنی شوي دي.
بلومبرګ د نورو څلورو هېوادونو نومونونو ته څه اشاره نه ده کړې.
د دونمز د وضاحت مطابق جنوبي کوريا، هند، ترکيه او چين هغه پينځه هېوادونه دي چې له دغو بنديزونو څخه معاف شوي دي
د دريو نورو هېوادونو نومونه به يو بل وخت معلوم شي.