د حج په مراسمو د خاشقچي د قتل اغیزه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77901-د_حج_په_مراسمو_د_خاشقچي_د_قتل_اغیزه
د ترکیې عدالت او پراختیا ګوند د منتقد سعودي خبریال د قتل د حقایقو د څرګندیدو لپاره له هرډول ملګرتیا د ډډه کولو او پټولو په لړ کښې د آل سعود رژيم اقدام د حج د مراسمو د امنیت لپاره یو جدي ګواښ وباله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 05, 2018 07:33 Asia/Kabul
  • د حج په مراسمو د خاشقچي د قتل اغیزه

د ترکیې عدالت او پراختیا ګوند د منتقد سعودي خبریال د قتل د حقایقو د څرګندیدو لپاره له هرډول ملګرتیا د ډډه کولو او پټولو په لړ کښې د آل سعود رژيم اقدام د حج د مراسمو د امنیت لپاره یو جدي ګواښ وباله.

د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال مشر نعمان کورتولموش ویلي دي: مسلمانان اندیښمن دي چې هسې نه د حج او عمرې په مراسمو کښې د جمال خاشقجي په برخلیک اخته شي.

هغه څرګنده کړه: که مسلمانان د حج په امنیت شک وکړي نو د خادم حرمین شریفین صفت به نور پاتې نه شي او د حج مراسم به په ارامښت سره ترسره نه شي، په دې وجه غوره ده چې عربستان د خاشقجي د وژلې د پيښې د روښانه کیدو لپاره تحقیقاتو کښې مرسته وکړي او د دغه خبریال د ښخیدو ځاې وښايي.

هغه زیاته کړه چې عربستان له همداشان پکار دي د خاشقجي د وژلو د حکم صادرونکي هم په ګوته کړي.

سعودي رژيم کابو د دریو اونیو له تیریدو وروسته د اکتوبر په شلمه نیټه د یوې نیمګړې کیسې په وړاندې کولو سره په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي وژله اتفاقي بللې او د هغه مړی لاهم نه دی موندل شوی.