دامریکا ولسمشر د فرانسې په ولسمشر نیوکه وکړه
-
اروپا لومړۍ باید په ناټو کښې خپله عادلانه ونډه (پیسې ) ورکړی ځکه چې امریکا له ناټو سره ډیره مرسته کړی ده .
ایرنا خبری اژانس وای د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاریس ته له خپل سفر سره په یووخت د اروپا د پوځ د جوړولو په هکله د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون په وړاندیز نیوکه وکړه .
دامریکا ولسمشر ټرمپ چې د لومړی(۱) نړیوال جنګ دختمیدا د کلیزې په دستورو کښې دګډون لپاره پاریس ته تللی وو دغه ښار ته له رسیدا وروسته د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون پرضد یوه(۱) ټویټ پیغام کښې وویل د اروپا دپوځ دجوړولو لپاره د فرانسې دولسمشر وړاندیز له سپکاوی ډک دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل اروپا لومړۍ باید په ناټو کښې خپله عادلانه ونډه (پیسې ) ورکړی ځکه چې امریکا له ناټو سره ډیره مرسته کړی ده .
د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون تیره اونۍ په یوې (۱)مرکې کښې داروپا د پوځ په جوړیدا ټینګار کړی وو او ویلی یې وو اروپا باید په یوازې ځان او په امریکا له تکیې پرته او په خپلواکه توګه وکولای شی دځان دفاع وکړی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ وای د واشنګټن اروپایی متحدان او د ناټو نور غړی هیوادونه ددغه تړون په بودجې کښې خپله مناسبه ونډه (پیسې ) نه ورکوی او امریکا د اروپا دامنیت د تامینولو لپاره له خپل جیب څخه پیسې ورکوی .
دامریکا د ولسمشر ټرمپ دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې د کارپیژاندو په نظر په اروپا او دنړۍ په نورو سیمو کښې د ناټو د لګښتونو ستره برخه له نړیوالو مسائیلو سره په مقابلې کولو کښې دامریکا دپوځی توب او د جنګ د غوښتنې د کړچار له کبله ده .