ناټو په لیبیا حملې سره ملګرو ملتونو ته دوکه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78139-ناټو_په_لیبیا_حملې_سره_ملګرو_ملتونو_ته_دوکه_ورکړه
زمونږ خبریال وایی د روسیې لومړی وزیر دیمیتری میدویدیف(Dmitry Medvedev) وویل ناټو په لیبیا برید سره دملګروملتونو د امنیت شورا غړیو هیوادونو ته دوکه ورکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 14, 2018 14:04 Asia/Kabul
  • د ناټو غړیو هیوادونو په خبرو کښې د ونډه لرلو په ځاې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د خلاف ورزۍ له لارې په یوه(۱) خپلواکه هیواد پوځي حمله غوره کړه .
    د ناټو غړیو هیوادونو په خبرو کښې د ونډه لرلو په ځاې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د خلاف ورزۍ له لارې په یوه(۱) خپلواکه هیواد پوځي حمله غوره کړه .

زمونږ خبریال وایی د روسیې لومړی وزیر دیمیتری میدویدیف(Dmitry Medvedev) وویل ناټو په لیبیا برید سره دملګروملتونو د امنیت شورا غړیو هیوادونو ته دوکه ورکړه .

هغه د ایټالیا په پالرمو (Palermo) سیمه کښې د لیبیا په اړه په نړیوال کانفرنس کښې وویل په لیبیا د ناټو حمله نه یوازې یوه(۱) ستره غلطۍ بلکې دهغو هیوادونو ناوړه دروغ ویل دی چې د نړۍ د سیاسی او داخلاقی مشرۍ ادعا کوی .

د روسیې لومړی وزیر دیمیتری میدویدیف جوته کړه دهغو بایکاټونو هدف چې دملګروملتونو امنیت شورا د لیبیا پرضد اعمال کړل او دغه راز وسله وال بایکاټ او د لیبیا په هوایی حریم کښې د نا الوت سیمې رامینځته کول په دغه هیواد کښې د مناسبو شرایطو رامینځته کول او د تاوتریخوالی بندول وو په داسې حال کښې چې دغه هدفونه په نهایت کښې محقق نشول .

د روسیې لومړی وزیر دیمیتری میدویدیف وویل روسیه تل وایی د لیبیا کورنی مسائیل باید په دغه هیواد کښې د فعالو ډلو ترمینځ له سیاسی خبرو اترو له لارې حل شی .

هغه وویل د ناټو غړیو هیوادونو په خبرو کښې د ونډه لرلو په ځاې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د خلاف ورزۍ له لارې په یوه(۱) خپلواکه هیواد پوځی حمله غوره کړه .

لیبیا ددغه هیواد د خلکو د ۲۰۱۱ میلادی کال له انقلاب راهسې چې د پخوانی دیکتاتور معمر قذافی د حکومت دنسکوریدا سبب شو د امریکا، د اروپایی او دسیمې دځینو عربو هیوادونو په لاسوهنې سره له سیاسی بې ثباتۍ او تاوتریخوالی سره مخ شوی ده .