ناټو تړون باید ترکیبي جنګ ونه زغمي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i177718-ناټو_تړون_باید_ترکیبي_جنګ_ونه_زغمي
زمونږ خبریال راپور راکړی په ناټو تړون کښې د امریکا سفیر «مټیو ویټاکر» وویل د ناټو غړي هیوادونه باید د ترکیبي جنګ عمدي اقدامات ونه زغمي او امریکا به له دغو پیښو سره په مخامخ کیدا کښې د هیوادونو په څنګ کښې ودریږي.
(last modified 2026-09-06T00:42:15+00:00 )
Sep 06, 2026 05:07 Asia/Kabul
  • ناټو تړون  باید ترکیبي جنګ ونه زغمي

زمونږ خبریال راپور راکړی په ناټو تړون کښې د امریکا سفیر «مټیو ویټاکر» وویل د ناټو غړي هیوادونه باید د ترکیبي جنګ عمدي اقدامات ونه زغمي او امریکا به له دغو پیښو سره په مخامخ کیدا کښې د هیوادونو په څنګ کښې ودریږي.

ویټاکر وویل د جرمني په لایپزیګ هوايي ډګر باندې د تیرې میاشتې د بې پایلوټه الوتکې برید له هغو پیښو څخه اندیښمنونکی دی چې د ناټو غړي د دوې د هوايي حریم په لور د روسیې د بې پایلوټه الوتکو د انحراف په دلیل ورسره مخامخ دي.

هغه په دې خبرې سره چې دا ډول پیښې اندیښمنونکي ترکیبي اقدامات ګنو زیاته کړه د ناټو غړي هیوادونه باید چمتو او هوښیار ووسي او دغه راز کله چې په دا ډول پیښو سره له چیلنج سره مخ کیږي نو پیاوړی ځواب ورکړی.

د جرمني حکومت د سپتمبر د میاشتې په لومړۍ نیټه وویل د ترسره شویو تحقیقاتو پراساس روسیه د دا دول بریدونو د منظمولو مسووله ګڼي او هغه د جرمني پرضد د ترکیبي جنګ د فعالیتونو یوه برخه ګڼي.