ناټو په افغانستان کښې پوځی شتون ته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78451-ناټو_په_افغانستان_کښې_پوځی_شتون_ته_دوام_ورکوی
تسنیم خبری اژانس وایی دناټو مشر ینس سټولټنبرګ په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو د اوږدې مودې د شتون په دوام ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 26, 2018 14:32 Asia/Kabul
  • بهرني عسکر په افغانستان کښې پاتې کیږي چې دغه  هیواد ته دنورو تکفیري ډلو د ستنیدا مخه ونیسي .
    بهرني عسکر په افغانستان کښې پاتې کیږي چې دغه هیواد ته دنورو تکفیري ډلو د ستنیدا مخه ونیسي .

تسنیم خبری اژانس وایی دناټو مشر ینس سټولټنبرګ په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو د اوږدې مودې د شتون په دوام ټینګار وکړ .

هغه په افغانستان کښې دناټو او دامریکا د پوځیانو د اوږدې مودې د شتون توجیه له طالبانو او داعش ترهګرې ډلې سره مبارزه وبلله .

د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ ادعا وکړه داعش ډله په افغانستان کښې دعملیاتو دپراخولو په حال کښې ده او د القاعده ډلې شتون او فعالیت هم هغه چیلنجونه دی چې ناټو په دغه هیواد کښې ورسره مخ دی .

هغه زیاته کړه بهرنی عسکر په افغانستان کښې پاتې کیږی چې دغه  هیواد ته دنورو تکفیری ډلو د ستنیدا مخه ونیسی چې د افغانستان زیاتې سیمې په لاس کښې ونلری .

په افغانستان کښې د داعش  دحملو دمخنیوی په اړه د ناټو دمشر څرګندونې په داسې حال کښې دی چې دامریکا او دناټو عسکر په ځلونو ددغه ترهګرې ډلې په ملاتړ تورن شوی دی او امریکا او ناټو  د طابانو او دداعش ترمینځ په جنګونو کښې د طالبانو په مرکزونو حملې او بمبارې کړی دی .