ټویټر د حزب الله او دحماس دمشرانو اکاونټونه وتړل
Dec 23, 2018 02:30 Asia/Kabul
-
ټویټر سایټ مخکې هم دصهیونیسټ رژیم د ملاتړ په لړ کښې د مقاومت دچورلیز دمشرانو او غړو پاڼې تړلي وې .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ ټویټر اینټرنیټ پاڼې د بیان د ازادۍ پرخلاف یوه (۱) اقدام کښې د لبنان دحزب الله او دفلسطین دحماس د اسلامی مقاومت غورځنګ د دوه ویشتو(۲۲) مشرانو حسابونه (accounts of users)بند کړل .
ټویټر اینټرنیټ سایټ وویل د حماس او دحزب الله ددغو مشرانو پاڼې یې د صهیونیسټ رژیم د عدلیې وزارت په غوښتنې تړلی دی .
ټویټر سایټ مخکې هم دصهیونیسټ رژیم د ملاتړ په لړ کښې د مقاومت دچورلیز دمشرانو او غړو پاڼې تړلی وې .
دغه اقدام په داسې حال کښې ترسره کیږی چې د ټویټر اینټرنیټ پاڼې مدیران تل ځانونه د بشری حقوقو ملاتړ او دبیان دازادۍ قوانینو ته پاې بند معرفی کوی .
ټیګونه