له برګزیټ موافقې سره د بریتانیا د پارلیمان بیاځلې مخالفت
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80896-له_برګزیټ_موافقې_سره_د_بریتانیا_د_پارلیمان_بیاځلې_مخالفت
له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتنې مسئله د دغه هیواد د خلکو ترټولو مهمه مسئله او د اروپايي اتحادیې لپاره بنیادي اندیښنه ګڼله کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2019 12:07 Asia/Kabul
  • له برګزیټ موافقې سره د بریتانیا د پارلیمان بیاځلې مخالفت

له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتنې مسئله د دغه هیواد د خلکو ترټولو مهمه مسئله او د اروپايي اتحادیې لپاره بنیادي اندیښنه ګڼله کیږي.

له هغې موافقې سره سره چې د تیر ۲۰۱۸ کال د نومبر په وروستیو کښې په دې لړ کښې د لندن او بروکسل ترمینځ وشوه، د بریتانیا محافظه کاره وزیراعظمه ټریزا می د دې موافقې په تصویبولو کښې له سترو ماتو سره مخامخ شوې ده. د بریتانیا د پارلیمان استازو د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په پنځلسمه نیټه دې موافقې ته منفي راې ورکړه.

د بریتانیا وزیراعظمې د روانې مارچ میاشتې په دولسمه نیټه پارلیمان کښې په حاضریدو او د برګزیټ د نوې موافقې په هکله د یولړ توضیحاتو په وړاندې کولو سره د دغه ارګان له غړو وغوښتل چې د برګزیټ اصلاح شوې طرحې ته مثبته راې ورکړي. خو د پارلیمان نمایندګانو له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو لپاره د ټریزا می وړاندیزي طرحې ته منفي راې ورکړه.

برګزیټ موافقه چې د لندن او بروکسل ترمینځ شوې ده، له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو لاره معلوموي. د اروپا د کمیشن مشر ژان کلوډ یونکر د تیرې نهې په شپه خبرداری ورکړ چې که دغه موافقه د بریتانیا په پارلیمان کښې یوځل بیا ماتې وخوري نو د موافقې لپاره به بل فرصت نه وي.

د بریتانیايي قانون جوړونکو ستره اندیښنه له اروپايي اتحادیې د بریتانیا له وتلو وروسته د شمالي آیرلینډ راتلونکي وضعیت او په دغې سیمې واکمنو سوداګري قوانینو ته ورګرځي. د اروپايي اتحادیې د هیوادونو مشرانو د تیر کال د نومبر په پنځویشتمه نیټه په بروکسل کښې یوه غونډه کښې له دغې اتحادیې د بریتانیا د وتنې د موافقې مسوده تصویب کړه. خو له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتنې د فاینل اجرا لپاره د دغه هیواد د پارلیمان موافقې ته ضرورت دی. د بریتانیا حکومت د تیرې پلانونې له مخې باید د روانې مارچ میاشتې تر ۲۹ نیټې پورې له اروپايي اتحادیې ووځي. خو په عین حال کښې په دې لړ کښې کوم مثبت لرلید نه ښکاري. له اروپايي اتحادیې بې له موافقې د بریتانیا وتنې ته د پارلیمان د راې احتمال هم اوس ډیر لرې نه دی ځکه چې له دغې اتحادیې بې له موافقې د انګلستان وتل به یې اقتصاد ته جدي شاک او جټکه ورکړي.

دا شان یو غوره انتخاب له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتنې د وخت تمدید دی. دا یو هغه انتخاب دی چې ټریزا می هم د وتنې موافقې ته د پارلیمان له منفي راې وروسته مطرح کړی دی. اروپايي اتحادیه ځان تر ۲۰۲۰ کاله پورې له دغې اتحاديې د بریتانیې د وتنې د مهلت تمدیدولو ته چمتو کوي څو له لندن سره د مذاکرې لازیات فرصت ولري. فرانسې او جرمني د اروپايي اتحادیې د دوو مهمو غړو په توګه د برګزیټ د مهلت له زیاتیدو سره موافقه کړې ده. بل انتخاب، د برګزیټ نه اجرا کیدل او د برګزیټ په هکله د نوې ټولپوښتنې په ترسره کولو سره په اروپايي اتحاديې کښې د بریتانیا پاتې کیدل دي.

نن سبا د ټریزا می سیاسي موقعیت له مخکښې زیات کمزوری شوی دی او د برګزیټ موافقې په تصویبولو کښې د هغې پرله پسې ماتو یې سیاسي اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د سیاسي چارو کارپوه پیروز مجتهدزاده په دې هکله وايي: په روانو حالاتو کښې د برګزیټ مسئله د بریتانیا د وزیراعظمې په ترټولو جدي چیلنج بدله شوې ده چې نه یوازې ټریزا می بلکې د هغې کابینه یې هم د سقوط په درشل درولې ده. د بریتانیا وزیراعظمه په اوس حال کښې د برګزیټ له بندون سره مخ شوې ده او په دې لړ کښې، د بیا ټولپوښتنې یا بې له موافقې د وتنې دوه لارې په مخکښې لري.

داشان برګزیټ چې په سر کښې یوه ساده چاره ښکاریده اوس له مخکښې زیاته پيچلې شوې ده او سیاسي، اقتصادي او امنیتي منفي پایلو یې ډیرې اندیښنې رابرسیره کړې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*