په برجام باندې په بابندۍ د جرمني بيا تاکيد
برجام اېټمي موافقه د 2015 کال د جولائۍ په څوارلسمه نېټه د ايران او پينځه جمع يو ډلې ترمېنځ ترلاسه شوه. دغه موافقه د 2016 کال له جولائۍ څخه اجرائي شوه.
اروپائي اتحاديې او اروپائي ټروئيکا يعني جرمني، فرانسې او برطانيې برجام اېټمي موافقه د څو اړخيزې موافقې يوه نمونه بولي چې د نړيوالې صلحې او امنيت له ساتنې سره يې زياته مرسته کړې ده.
په دې لړ ښې جرمني په برجام باندې د خپلې پابندۍ په اعلانولو وويل چې د اروپائي اتحاديې د نورو هېوادونو په ملګرتيا سره به د امريکې د وروستي اقدام يعنې د ايران د تېلو د اخېستلو لپاره د تېلي معافيتونو د لغو کېدو نتائج وڅيړي.
د جرمني د حکومت مرستيالې وياندې مېرمن اولريکه دېمر په برلېن کښې په يو اخباري کانفرنس کښې وويل چې جرمني د ايران د تېلو د اخېستونکو په خلاف د امريکې د حکومت د وروستۍ فېصلې کتونکے دے او د اروپائي اتحاديې له نورو غړيو سره د دغې فېصلې د نتيجې د ګډې څېړنې لپاره غږملتيا وکړي.
مېرمن دېمر د دې په بيانولوسره چې برجام له ايران سره د نړيوالو او اروپائي اتحاديې د قوانينو مطابق روا تجارت اسانوي زياته کړه، د جرمني فيډرل حکومت او اروپائي اتحاديه له ايران سره په اېټمي موافقې ژمن پاتې دي.
د جرمني په شمول د اروپائي ټروئيکا له نظره د ايران په وړاندې د امريکې پاليسي په کامله توګه د نړيوالو اصولو او قوانينو په خلاف ده او د سيمه ايزې او نړيوالې صلحې او امنيت له خطر سره د مخامخېدو سبب شوې اومقابلې او جنګ خطر زياتوي. په دا ډول د امريکې د غوښتنې او د واشنګټن د يو اړخيزې پالې تګلارې په اپوټه چې تل د برجام د لغو کېدو او د ايران په خلاف د دباو د زياتولو نغارې وهي، اروپايان د دغې ډېرې مهمې موافقې د ساتلو غوښتونکي دي.
څلور جمع يو ډله د امريکې په اپوټه چې ادعا کوي ايران د برجام په مقادو عمل نه کوي او هغه د ايران د اېټمي فعاليتونو د کنټرولولو لپاره موثره نه بولي باوري ده چې نه يوازې ايران د برجام اېټمي موافقې په چوکاټ کښې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړې بلکه برجام خپلو اهدافو ته په رسېدو يعنې د سيمه او نړۍ په سطح کښې د تاوتريخوالي او لانجې له رامنځته کېدو څخه په مخنيوي کښې يې کامياب عمل کړےدے.
البته د جرمني دغه لوړ رتبه چارواکے ادعا وکړه چې برجام په اېټمي وسلو د ايران له سنبالېدو څخه د مخنيوي لپاره يو ډېره مهمه وسيله ده.
د مېرمن دېمر وېنا په داسې حال کښې ده چې ايران تل ويلي دي د اېټمي وسلې د حاصلولو په تکل کښې نه دے. د اېټمي انرجۍ نړيوال آژانس د برجام په اجرا باندې د څارونکي په توګه تل په برجام او د هغه د مفادو په پوره اجرا باندې د ايران پابندي او د فوځي اېټمي فعاليتونو لوري ته د ايران د اېټمي فعاليتونو په نه منحرفېدو تاکيد کړے دے. د دغه جرمنې چارواکې د دغې ادعا له مخې چې د امريکې او اسرائيلو لخوا د ورته ادعاګانو په لړ کښې مطرح شوې څه اعتبار نه لري.
د يادونې ده چې د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس مشر يوکيو آمانو هم د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې په دې زمينه کښې د خپل وروستي دريځ په بيانولو کښې يو ځل بيا د برجام په چوکاټ کښې د ايران د ژمنو اجرا تائيد کړه.
--------