په نوي ډيلي کښې د سعودي په خلاف مظاهرې اوشوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81925-په_نوي_ډيلي_کښې_د_سعودي_په_خلاف_مظاهرې_اوشوې
د هند په سلګونو خلقو د سعودي عرب د لسګونو شيعه مسلمانانو په اعدامولو کښې د آل سعود رژيم د اقدام په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2019 02:00 Asia/Kabul
  • په نوي ډيلي کښې د سعودي په خلاف مظاهرې اوشوې

د هند په سلګونو خلقو د سعودي عرب د لسګونو شيعه مسلمانانو په اعدامولو کښې د آل سعود رژيم د اقدام په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې.

د رپوټ له مخې پرون په نوي ډيلي کښې په مظاهرو کښې ګډون کونکوپه سيمه ايز او نړيوال ډګر کښې د آل سعود د جنايتونو په غندلو سره په دې وروستيو کښې د دغه هېواد د ۳۷ کسانو د سر پرې کولو په وړاندې د نړيوال چلند او غندنې غوښتنه وکړه.

په وروستۍ يوه هفته کښې او د سعودي عرب د ۳۷ ښاريزو له اعدامولو وروسته چې درې دېرش تنه پکښې شيعه وو سيمه ايزې او نړيوالې نيوکې او اعتراضونه زيات شوي دي.