د امریکې خارجه وزیر ناڅاپه عراق ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82008-د_امریکې_خارجه_وزیر_ناڅاپه_عراق_ته_تللی
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو بیګا په یو ناڅاپي سفر کښې د عراق پلازمینې بغداد ته ورسید.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 08, 2019 07:22 Asia/Kabul
  • د امریکې خارجه وزیر ناڅاپه عراق ته تللی

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو بیګا په یو ناڅاپي سفر کښې د عراق پلازمینې بغداد ته ورسید.

ایرنا لیکلي چې پمپئو بغداد ته له رسیدو وروسته د دغه هیواد له وزیراعظم عادل عبدالمهدي او د بهرنیو چارو له وزیر محمد علي الحکیم سره جلاجلا ملاقاتونه وکړل.

له دې مخکښې رسنیو ویلي وو چې د امریکې خارجه وزیر یو نه اعلان شوي منزل ته د تګ په وجه، جرمني ته خپل سفر کینسل کړی دی.

د عراق له لوړرتبه چارواکو سره د مایک پمپئو د ملاقاتونو او د خبرواترو د جزئیاتو په هکله کوم رسمي خبر لا نه دی ترلاسه شوی.