دتهران او ځینی نوره نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82038-دتهران_او_ځینی_نوره_نړیوالې_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم ځینی نورې بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو . هیله د ه ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 09, 2019 08:06 Asia/Kabul
  • دتهران او ځینی نوره نړیوالې نننۍ ورځپاڼې

دتهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم ځینی نورې بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو . هیله د ه ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

دتهران  کابو درستو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې   داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د  درست ایران د دینی طلبه ؤ پرونۍ کتنې ته ډیر انعکاس ورکړی دی . ورځپاڼو لیکلی دی ،  داسلامی انقلاب  معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی  خامنه ای پخپلې وینا کې فرمائیلی دی ودینی مسئلو او روحانیّت ته  دټولنې اوسنی پام له اسلامی  انقلاب څخه له مخکې وخت سره  د پرتلې وړ نه دی . ورځپاڼو لیکلی دی ، د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د  هیواد د علمیه حوزو له  طلبه و، فضلاؤ او استادانو سره په کتنې کښې د دین دعالمانو او د مذهبی حوزو دنده د اسلام دمعارفو بیانول او په ټولنې کښې دهغو دتحقق لپاره هڅه  بللې او ټینګار یې  کړی ، علما د  نبیانو د  وارثانو په مقام کښې باید د عدالت د ټینګیدا او د توحید دعملی کیدا لپاره هڅه وکړی .

دوی  په دغه کتنې کښې مهمو دینی معارفو ته د انسانانو د نن ورځې اړتیا او له دغو معارفو د اسلامی نړۍ او حتی له اسلامی دنیا د بهر ټولنو هرکلی ته په اشارې سره دیوه بل په هکله د علمیه حوزو دنده درنده  بللې او ویئلی ئې دی ، په ایران کښې هغه توجه چې نن سبا دینی مسائیلو او روحانیت ته شته ،له تیر وخت او له اسلامی انقلابه  له مخکې وخت سره  د  پرتلې وړ نه دی .

 ورځپاڼو همداراز  لیکلی دی ، دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود په دې وینا کې فرمائیلی ، دغه تصور چې دنړۍ په بیلابیلو  هیوادونو کښې خلک  له دینی معارفو آوړیدلی دی،  غلط تصور دی ،بلکې له دغو معارفو هرکلی زیات شوی دی .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  علمیه حوزې داسلام د روزنې او په ټولنې کښې د هغو د ژورتیا مرکز   بللی او ویئلی ئې دی ، خلکو ته د دینی معارفو ورپیژندل د علمیه حوزو یوه دنده ده او ددغې دندې بله برخه د خلکو دژوند په متن کښې د دینی معارفو محقق کول دی .

***********************

=         دتهران کیهان ورځپاڼې   پخپلې نننۍ ګڼې کې لیکلی دی ، دایران اسلامی جمهوریت   د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې درستو لورو ته دوه میاشتې وخت ورکړی،څو پخپلو  ژمنو عمل وکړی  او که  داسې ئې ونه کړل ،نو  دنړیوالې ایتمی موافقې دمادو په اساس به  خپلې ژمنتیاوې کمې کړی او دوه نوره مرحلې به بیرته له سره پیل کړی .  د اسلامی اران د ملی امنیت دلوړې شورا په اعلامیې کې  راغلی .د دغې نړیوالې ایټمی موافقې  لورو ته  شپیته ورځې فرصت ورکوو چې  په تیره بیا د تیلی  او بانکی حوزو په باب دې  په  جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  خپلې ژمنې اجرا کړی ،  که نه وی ،نو  بل ګام به پورته شی .  ورځپاڼې لیکلی دی ، اوس غونډسکه د اروپائی لوری په ډګر کې ده، اروپایان یوازې شپیتۀ ورځې فرصت لری څو  دنړیوالې ایټمی موافقې په اساس پخپلو ژمنو عمل وکړی  که داسې نه وی نو  ایران به  هم دخپلو ژمنو اجرا ودروی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ  عمومی منشی زیاد المخاله له المیادین ټیلیویژنی چینل سره  په خبرو کې  په ډاګه کړې ،که په غزې  دوحشی صهونیسټی رژیم  حملو دوام کړائ وائ ،  او اوور بند ټینګ شوی نه وائ ،نو د مقاومت دتوغندیو ورپسې ټارګټ تل ابیب ؤ .

یوې صهیونیسټی  ورځپاڼې   لیکلی دی،د پیړۍ دمعاملې ځینی مادې  ایشوا شوی  چې پکې وئیل شوی دی  دفلسطین حماس غورځنګ دې بې وسلې شی او  له قدسه دې درست عربان ووځی  او له وسلو اوپوځ پرته دې  دفلسطین  هیواد جوړ شی .

 دایران داسلامی جمهوریت له جدی ګواښ وروسته دامریکا خارجه وزیر ناڅاپی   او شپې مهال عراق ته په ددغو  ادعاګانو په مطرح کولو سره په سفر تللی ،  چې ا یران  په عراق کې د امریکا په ګټو د حملې نیّت لری . هغه وئیلی  دی ،  که داسې وی نو  دغه شان پیښې به  پر عراق هم اغیزې وشیندی .

په ایټالیا کې د درغلیو اومالی فساد په تور کابو پنځوس سیاسی شخصیتونه نیول شوی دی

په ملګروملتو کې  دایټمی وسلو دبندیز دتړون (این پی ټی ) په غونډې کې د کویت  دپلاوی یوه مسئول منی بهبهائی  وئیلی دی،د صهیونیسټی رژیم ایټمی وسلې  د بشریّت لپاره ستره خطره  ده باید دغه رژیم سملاسی  له این پی ټی تړون سره یو ځای شی .

دعراق د بدر تنظیم مشر وئیلی دی ، امریکائی الوتکې  دعراق په الانبار دښتو کې  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د ترهه ګرو  لپاره  خوراکی اودرملیز مواد  ورسوی.

دچین او امریکا ترمینځ دټیرف د زیاتیدا په سر اقتصادی شخړه اوج ته په رسیدو ده او په امریکا کې د چینیانوپانګونې تر درې اتیافی صدوپورې کمې شوی دی .

د  روژې دمبارکې میاشتې پر روژتیانو  یو ځل بیا طالب ترهه ګرو  هم په پاکستان  کې  او هم په افغانستان کې ناتار جوړ کړ او په ځان مرګو حملوکې ئې په لسګونو روژتیان  شهیدان او ټپیان کړی دی . وئیل کیږی ،دپاکستان د یوه صوفی بزرګ داتا ګنج بخش د دربار له یوې دروازې سره نزدې په ځان مرګی  حملې کې د امنیتی مامورانو پشمول یولس کسان شهیدان او تر پنځوسو زیات  ټپیان شوی دی،چې  پړه ئې د طالبانو یوې  جنایتکارې څانګې  جماعت الاحرار  په غاړه اخستې ده . همداراز   د افغانستان په کابل کې هم  پرون یوې زوروې چاودنې  چې دافغانستان د لوئې څارنوالۍ  له ودانۍ سره نزدې شوی او پړه ئې ه طالبانو په غاړه اخستې ده ، په لسګونو کسان پکې وینو کې لړل شوی دی .

**********************

 =  همشهری  ورځپانې  پخپلې نننۍ ګڼې کې لیکلی ، ا روپائی اتحادئې  د ترکیې  دحکومت  په اعتراض سره د دغه هیواد دانتخاباتی کمیشن له خوا د   استانبول  دښاروالۍ  دانتخاباتو دنتیجې  په لغوه کیدا سخت غبرګون ښودلی   او وئیلی ئې دی ،  په  دغه کار سره به  دترکیې  په  اپوزیشن لوری کې نهیلیتوب رامینځة شی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دپاکستان په کراچۍ کې  د بې  درکه شوو سلګونو کسانو  کورنیو  چې   واړۀ واړۀ ماشومان، ښځې  او بوډاګان هم پکې ترسترګو کیږی ، ددغه هیواد دولسمشر  کور  مخې ته  خپلو پرلتیو ته په اتمې ورځې  هم دوام ورکړی او هوډ ئې کړی تر څو چې  دهغوی  دبچیانو او  خپلوانو دبرخلیک په باب   ډاډ نه ورکړل شوی  خپلو پرلتۍ وهنو ته به دوام  ورکړی .  داپه داسې حال کې دی چې   دپاکستان ولسمشر   عارف علوی  په کراچۍ  کې په داسې حال کې دبشری حقوقو په یوه سیمنار کې د وینا لپاره خولۀ وازه کړې ، چې د هغه د کور وړاندې  دبشری حقوقو دخلاف ورزیو باندې په اعتراض کې  په سلګونو ښځو ماشومانو او بوډاګانو پرلتۍ وهلی  او  له  همدغه ولسمشره  ئې غوښتی دی  له وینا مخکې دې دخپل کور په وړاندې د بشری حقوقو د خلاف ورزیو له امله د ځپل شوو بې ګناه خلکو  هم چغې واوری .

 په سورئې کې د دغه هیواد پوځ او  مقاومتی ځواک په ادلب کې   له تکفیری ترهه ګرو ځینی نوره سیمې  هم پاکې کړی دی  .

دایران داسلامی جمهوریت  دپوځ لوئې درستیزوالۍ  دیوې اعلامیې  په خپرولو سره   دجامعې ایټمی موافقې په چوکاټ کې  د خپلو ژمنو دکمولو په باب داسلامی ایران دحکومت   د پریکنده اقدام چورلټ ملاتړ کړی  دی .

دعربستان یوې خبرې سرچینې وئیلی دی ،  په راتلونکی جون میاشت کې به د عربستان دتیلو  صادرات له  اوه میلیون بیرلو  کم شی .

***********************

=   اوس هم  راګرځو ځینو هغو نړیوالو ورځپاڼو ته چې  له انټرنیټه مو  راخستی او  د افغانستان  په باب ئې ځینی لیکنې کړی دی (البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .

ګارډین ورځپاڼې لیکلی چې کاونټر پارت انټرنشنل مؤسسه چې اصلی دفتر یې په امریکا کې دی، د افغانستان د  کابل په مینځ کې پرې ستره حمله شوې ده .

د ورځپاڼې په وینا، دا حمله هغه مهال  شوې چې د امریکا لوړپوړی مذاکره کوونکی زلمی خلیل‌زاد هڅه کوی چې له طالبانو سره د سولې یو توافق ترلاسه کړی، خو د چهارشنبې له حملې سره د منتقدینو اندېښنې زیاتې شوی چې وایی، پر طالبانو د ښځو د حقونو او بنیادی ازادیو د خوندیتوب اعتماد نه‌شی کېدای.

د کاونټر پارت مؤسسې له فعالیتونو څخه یوه دا یاده شوې چې په افغانستان کې د ځوانانو او ښځو ملاتړ کوی او د هغوی لپاره یو شمېر پروګرامونه عملی کوی.

وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې دا مؤسسه په افغانستان کې لوېدیځ‌پاله فعالیتونه پر مخ وړی ځکه‌یې هدف ګرځولې ده.

دانګلستان ورځپاڼې ګارډین په مقاله کې لیکلی:په‌داسې حال کې چې د امریکا د استازی او طالبانو ترمینځ خبرې دوام لری، افغان ښځو خبرداری ورکړی چې دوی د سولې په پروسه کې نالیدلی نیول شوی دی.

ګارډین د مقالې په پای کې لیکلی، ښځې اندېښنه لری چې د دوی د تېرې لسیزې لاسته راوړنې او بنیادی ازادۍ دا ډول معاملو له خطر او تهدید سره مخامخ کړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د پرونۍ حملې په اړه راپور لیکلی دی.ورځپاڼه لیکی چې د طالبانو ویاند پر ټویټر په یوه پیغام کې د دې حملې مسؤلیت هم منلی دی

  نیویارک ټایمز دې ته اشاره کړې چې کاونټر پارت انټرنشنل مؤسسه د امریکا د نړیوالې پرمختیایی ادارې یا «یو. اېس. اېډ» له‌خوا تمویلېږی او په‌دې وروستیو کې یې د افغانستان د انتخاباتی پروسې د څارنې چارې پر غاړه لرلې.

ورځپاڼه لیکی چې طالبانو په افغانستان کې د انتخاباتو کلک مخالفت کړی دی او افغان حکومت غیر مشروع بولی.

نیویارک ټایمز یادونه کوی چې طالبانو په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړی استازی سره د خبرو شپږم پړاو بیرته پیل کړی، خو له افغان حکومت سره‌یې له خبرو ډډه کړې ده.