شمالی کوریا نن هم بل توغندی وآزمایۀ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82047-شمالی_کوریا_نن_هم_بل_توغندی_وآزمایۀ
دشمالی کوریا نوی توغندوی آزموینې له دې وروسته شوی،چې سپینې ماڼۍد۲۰۱۹کال تر وروستیو پورې له پریکنده ماتې څخه د دو واړخیزو خبرواترو د ژغورنې لپاره د امریکا دنیټې په باب دشمالی کوریا درهبر کیم جونګ اون په څرګندونو منفی غبرګون ښودلی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 09, 2019 11:34 Asia/Kabul
  • شمالی کوریا نن هم بل توغندی وآزمایۀ

دشمالی کوریا نوی توغندوی آزموینې له دې وروسته شوی،چې سپینې ماڼۍد۲۰۱۹کال تر وروستیو پورې له پریکنده ماتې څخه د دو واړخیزو خبرواترو د ژغورنې لپاره د امریکا دنیټې په باب دشمالی کوریا درهبر کیم جونګ اون په څرګندونو منفی غبرګون ښودلی .

روئیټرز خبری اژانس راپورورکړ دجنوبی کوریا  دپوځ لوئې درستیزوالۍ  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،شمالی کوریا نن سهار وختی په سینوری سیمې کې له نودونګ پوځی مرکز څخه نوی توغندی آزمویلی دی.

  شمالی کوریا تیرې شبنې ورځې هم له ونسان بندری ښاره ددغه هیواد دختیځ په لور څو لنډ واټنه توغندی ویشتی وو .

 شمالی کوریا  داپریل په اوه لسمه نیټه هم نوی ګائیډیډ تکتیکی  توغندی آزموئیلی ؤ .

 دشمالی کوریا نوی توغندوی آزموینې له  دې وروسته شوی،چې سپینې ماڼۍد۲۰۱۹کال تروروستیو پورې له پریکنده ماتې څخه د دو واړخیزو  خبرواترو  د  ژغورنې لپاره د امریکا  د نیټې  په باب  دشمالی کوریا  درهبر کیم جونګ اون  په څرګندونو منفی غبرګون ښودلی .