دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی پاڼې خوږومینه والو،په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو . نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ
دتهران کابو درستو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې زیاتره برخه په درست ایران کې د ایران دشجاع او په موقعې په ډګر کې د شتون لیوالتیا لرونکی ملت له خوا دجمعې په ورځې له لمانځه وروسته په خودجوشه او ولولناک لاریون شننو ته بیله کړی دی ، په ورځپانو کې لیکل شوی دی ، د ایران د ملی امنیت دلوړې شورا له خوا دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې دځینو ژمنتیاؤ دکمولو د اقدام په ملاتړ کې دایران ولس پرون په خودجوشه ډول دملی امنیت د لوړې شورا ددغه اقدام ملاتړ کړی او په میلیونی لاریونو سره ئې یو ځل بیا نړۍ ته ښودلې ده چې دایران ملت دخپلو آئیډیالونو په ساتنې کې څومره منسجم او یو موټی دی . ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دی ، په درست ایران کې دجمعې لمانځه له ادا کیدو وروسته ولس واټونو ته ووت او د نړیوالې ایټمی موافقې دژمنو له جراسره سره ئې د امریکا د سرزرویو او د اروپائی لوری د لټیو په محکومولو سره اعلان کړی ، دایرا ن ملت او حکومت هیڅکله هم دملی ګټو په مقابل کې له دړکو او ګواښونو نه ویریږی او که په دې لړ کې له کوم لوری له خوا داسې کومه تیروتنه هم وشی ، نو دایران دملت او حکومت له خوابه د تل په څیر غاښ ماتونکی او پریکنده ځواب ووینی . د ایران ولس همد اراز د میلیونی لاریون په پای کې داعلامیې په خپرولو سره په پردیو په باور نه کولو او د استکبار د ډیرغوښتنو په وړاندې په نه تسلیمیدا سره له حکومته وغوښتل د امریکا او اروپا د بد عهدیو د دوام په وړاندې دې لاجدی ګام پورته کړی .
ورځپاڼو په دوام کې لیلکی دی د ایران روژتی ولس په دغه ولوناک ا و پرتمین لاریون کې مړه دې وی امریکا او مړ دې وی اسراییل په څیر د شعارونو په پورته کولو سره په ایټمی موافقې کی د امریکا او اروپا د بدعهدیو په وړاندی د پریکنده اقدام په ضرورت ټینګار وکړ .
د ایران خلکو همداراز د دغه لاریون په پاې کې د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره د امریکا مشرانو ته خبردارې ورکړ چی د ایران پرضد هر ډول ګواښ او خوځښت د خلکو له پریکنده غبرګون سره مخامخیږی .
= داهم د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی،په داسې حال کې چې د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ځینو ژمنو په لغوه کولو پسې نړیوال انعکاس هماغه راز دوام لری،د چین او روسیې خارجه وزارتونو په جلاجلا اعلامیو کې د ایران په ضد د امریکاله یو اړخیزو فیصلو سره کلک مخالفت کړی او وئیلی ئې دی ،د تهران له خوا د نړیوالې ایټمی موافقې دځینو ژمنتیاؤ کمیدا درک کوی . دوی همداراز پر درستو هیوادونو غږ کړی،څو دامریکا د یو اړخیزو بندیزونو په خلاف دې هماغه راز له ایرانه د تیلو اخستو ته دوام ورکړی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،امریکائی فعالانودامریکا د کانګرس د ډیموکراټیکو استازوسره یو ځای، په کانګرس کې د ډونالډټرمپ د مواخذه د بهیر دپیلیدا دغوښتنې په بهیر کې په ګډون سره د لس میلیون کسیز طومار په لاسلیک کولو سره په دغه بهیر کې ونډه خپله کړه .
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزیر ریاض المالکی وئیلی دی ، د پیړۍ د معاملې په دوام کې امریکا د سولې د موافقې په بریالیتوب پسې نه بلکې د فلسطنیانو په تسلیمولو پسې ده .
د امریکا دفارخ خلیج دڅنډې هیوادونو په چارو کې د خارجه وزیر ځانګړی سلاکار لینډرکینګ منلې ده چې دسعودی اماراتی ائیتلاف ځواک په یمن کې دخپلو موخو په پوره کولو کې ماته خوړلې ده .
کره راپورونه ددې ښودنه کوی ، عراق ته د امریکا د خارجه وزیر مائک پمپئو ناڅاپی سفر او د عراق له لومړی وزیر عادل عبدالمهدی سره دهغه له کتنې وروسته داخبره په ډ اګه شوې ده چې پمپئو له عادل عبدالمهدی غوښتی دی ، د امریکا او اسلامی ایران ترمینځ دخبرواترو دترسه کیدو فضا دجوړولو لپاره دې واسطه شی .
په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په خلاف د وسلوالو طالبانو حملې او بمی چاودنې په داسې حال کې په ا وڅاره توګه زیاتې شوی دی ، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو شپږم پړاؤ هم پای ته رسیدلی دی .
****************************
= دفلسطین د حماس غورځنګ یوه لوړپوړی مسئول مقام په غزې تړانګې کې دصهونیسټی رژیم وروستۍ ماتې ته په اشارې سره وئیلی دی ، اسرائیلو یو ځل بیا د مقاومت د مبارزانو د لرواټنه او لنډ واټنه توانمنو توغندیو په وړاندې تسلیم او په ګونډو شوی او اوور بند ته ئې غاړه کیښودلې ده . همداراز د لبنان حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره په وحشی او تیریګر صهیونیسټی رژیم باندې د بریالیتوب په نسبت مبارکی وئیلی او په ډاګه ئې کړې ده ، که وحشی صهونیسټی رژیم بیا هم کومه تیروتنه وکړی ،نو له دې به هم کلک اوغاښ ماتونکی ځواب ووینی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د امریکا دپوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفرډ ددغه هیواد په کانګرس کې په یوې غونډې کې وئیلی دی په افغانستان کې د جنګ ترپای پورې به خپل شتون ته دوام ورکړی .
دعراق د ملی حکمت غورځنګ مشر عمار حکیم د امریکا له مرستیال خارجه وزیر سره په کتنې کې هغه ته یادونه کړې ده ، چې دعراق حکومت او ولس اجازت نه ورکوی ،څو ددغه هیواد خاوره په نورو هیوادونو دتیریو لپاره په یوه مرکز بدله شی .
دلیبیا بلوه ګر جنرال خلیفه حفتر په طرابلس کې له بندونه د وتلو لپاره د هلوځلو په دوام کې دمصر قاهرې ته څو ځله تللی او ددغه هیواد له ولسمشر عبدالفتاح السیسی سره لیده کاته کړی او له هغه سره ئې د لیبیا دقانونی حکومت د نسکورولو دڅرنګوالی په باب مشورې کړی دی .
دپاکستان په کراچۍ کې د بې درکه شوو کسانو کورنیو ددغه هیواد دپوځ او امنیتی ادارو له لوړ پوړو چارواکو سره له بریالیو خبرواترو او دهغوی د غوښتنو له منل کیدو وروسته خپلې پرلت وهنې پای ته رسولی دی .
**********************
= داهم ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د روسیې خارجه وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره دامریکا د بې انصافه بندیزونو په غندلو سره د ایران له خوا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ځینو ژمنتیاؤ په کمولو په غبرګون کې وئیلی دی ، دایران له خوا دغه ډول اقدام درک کوو او باید اروپایان خپله لټی ختمه کړی او دامریکایانو په پل دپلۀ په نه کیښودو سره دې نوره له شخړو لاس واخلی او دخپلو لټیو د جبرانولو لپاره دې له دې مخکې چې جامعه نړیواله موافقه له مینځه لاړه شی ، لاس په کار شی . په دغې اعلامی کې همداراز پر درستو هیوادونو غږ شوی، چې دامریکا له یواړخیزو بندیزونو سره سره دې هماغه راز له ایرانه دتیلو اخستو ته دوام ورکړی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دامریکا حکومت دخپلو بدماشیو په دوام کې د ونزویلا په ضد په امنیتی اودفاعی خدماتو برخو کې هم لازیات بندیزونه اعلان کړل .
راپورونه ښئ د امریکا دفاع وزارت په قطر کې پخپل پوځی مرکز کې یو شمیر بې ۵۲دوله جنګی الوتکې ځای په ځای کړی دی . همداراز ځینی راپورونه ښئ چې چې یو ایس اس آر نومې جنګی بیړه ئې هم دفارس خلیج سمندری حدودو په لور خوځولې ده څو پر ایران پوځی دباؤنه نور هم زیات کړی ، داپه داسې حال کې دی چې دایران اسلامی جمهوریت اړونده ادارو یو ځل بیا په ډاګه کړې ، که په فارس خلیج او نورو سمندری حدودو کې د تیریګر او ترهه ګر امریکائی رژیم پوځی بیړۍ داسې کومه تیروتنه وکړی ، نو دهغوی په وړاندې به جدی غبرګون وښودل او عاښ ماتونکی ځواب ورکړل شی .
*********************
= اوس هم ر اګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه موراخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .)
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو په قطر کې د افغان سولې مذاکراتو او په روژه کې د جګړې او اوربند په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړی دی.
سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې د قطر د ناستې د نا محسوسه پرمختګ په اړه لیکنه کړې.
د سرمقالې لیکوال لیکی، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمینځ خبرواترو کې که څه هم د پرمختګونو خبره شوې، خو په وینا یې، تراوسه پورې د طالبانو په دریځ کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او امریکا هم ظاهراً له افغانستانه د وتلو نیت نه لری.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، تر هغه چې بین الافغانی خبرې اترې پیل نه شی او افغانان خپلو کۍ سره تفاهم ته ونه رسېږی، دا ډول ناستې به مطلوبه نتیحه ونه لری.
= دنیا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلی، د سولې شپږم دور خبرې په داسې حال کې پای ته ورسېدلې چې خپله د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې له سوکه پرمختګه نا رضایتی څرګنده کړې.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، خلیلزاد په داسې حال کې د افغان سولې د خبرو له ورو پرمختګه ناراضه دی چې د دې ستونزې ترڅنګ د دغه بهیر په وړاندې ګڼې نورې ننګونې هم پرتې دی او په کور دننه او بهر د دغه بهیر د ناکامېدو هڅې په خورا سرعت سره روانې دی.
خو د سرمقالې د لیکوال په وینا، اوس پوښتنه دا پورته کېږی چې د سولې د خبرو د سوکه توب اصلی لامل څوک دی، طالبان که افغان حکومت؟ ځکه دلته توپیر ډېر زیات دی، یعنې طالبان په خبرو کې سوکه مخته ځی، خو افغان حکومت بیا په تمامه معنا د دغه بهیر مخالف دی او د درېدو هڅه یې کوی.
= هېواد دولتی ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلی، طالبان د سولې واک نه لری، نورې لارې دې ولټول شی!
وړاندې په سرمقاله کې د کابل د چهارشنبې د ورځې خونړۍ حملې ته په اشارې لیکل شوی چې د قطر شپږم پړاو خبرو ۹ ورځې له جګړې او بریدونو سره سم دوام وکړ، نو د امریکا په مشرۍ له نړېوالې ټولنې سره باید په زغرده خبرې وشی چې په طالبانو فشار راوړی او له طالب ډلې سره داسې خبرې ونه کړی چې هغوی ته امتیاز په کې ومنل شی، ځکه هغوی هېڅ ډول اوربند او سولې ته ژمن نه دی.
د سرمقالې د لیکوال په وینا، امریکا باید د طالب ډلې پرځای د طالب او ترهګرو لورو چې پاکستان، روسیه او د پردې تر شا انګلستان دی، په افغانستان کې د سولې خبرې پیل کړی.
= ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې د اوربند مسئلې ته اشاره کړې.
په سرمقاله کې وړاندې راغلی، وروستیو بریدونو ته په کتو د قطر په مذاکراتو کې د امریکایی لوری مهم شرط باید دا وی چې طالبان اوربند ته غاړه کېږی.
د لیکوال په باور، ترهغه چې په طالبانو او د دوی په ملاتړو فشارونه زیات نه شی، دغه ډله اوربند ته غاړه نه ږدی.
= ویسا خپلواکې ورځپانې د سرمقالې عنوان دی، په قطر کې تودې خبرې، په هېواد کې بمبارۍ او وحشتونه؟!
د سرمقالې لېکوال لیکی، د افغانستان د جګړې د دوام په تړاو د امریکایی استازو ضد ونقیض څرګندونو ته په پام او دې ته په پام چې داعش ډله یو ځل بیا د هېواد په یو شمېر برخو کې پاوړې کېږی او ان په ځینو سیمو کې ویل کېږی چې طالبانو له داعش سره ملګرتیا پیل کړې او نور د سپین بیرغ پرځای د تور بیرغ لاندې فعالیت کوی.
د سرمقالې د لیکوال په اند، دغو ټکو ته په کتو ویلای شو چې که په لنډ وخت کې د قطر د سولې پروسه چټکه نه شی او د بین الافغانی تفاهم پروسه ګړندۍ نه شی، د سولې روان بهېر به مثبتې پایلې ونه لری.