د اسرائیلو لومړی وزیر په کابینې کښې پاتی راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82100-د_اسرائیلو_لومړی_وزیر_په_کابینې_کښې_پاتی_راغلی
مهر خبری اژانس وایی د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د صهیونیسټ رژیم د کابینې دجوړولو لپاره له بې وسې وروسته ددغه رژیم دکابینې د جوړولو د وخت د تمدیدا غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2019 09:17 Asia/Kabul
  • د کابینې دجوړولو لپاره د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو فرصت د روانې اونۍ په چهارشنبې ورځ پاې ته رسیږي
    د کابینې دجوړولو لپاره د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو فرصت د روانې اونۍ په چهارشنبې ورځ پاې ته رسیږي

مهر خبری اژانس وایی د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د صهیونیسټ رژیم د کابینې دجوړولو لپاره له بې وسې وروسته ددغه رژیم دکابینې د جوړولو د وخت د تمدیدا غوښتنه وکړه .

په اسرائیل کښې د کابینې د جوړولو لپاره د ټاکلی وخت ختمیدا او له بیلابیلو ګوندونو سره د لومړی وزیر د خبرو اترو نتیجې ته نه رسیدا ته په پام سره لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ددغه رژیم له مشر وغوښتل د کابینې دجوړولو نیټه دې تمدید شی .

د کابینې دجوړولو لپاره د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو فرصت د روانې اونۍ په چهارشنبې ورځ پاې ته رسیږی .

نتانیاهو باید د ښی پالو ګوندونو له بل ائتلاف سره چې په ټول کښې یې د پارلمان پینځه شپیته (۶۵) څوکې ترلاسه کړی دی نوی کابینه جوړه کړی .