د نائجېريې فوځيانو د شېخ زکزاکي په پلويانو ډزې وکړې
پرېس ټي وي پرون د نائجېريې د فوځيانو لخوا د دغه هېواد د اسلامي د غورځنګ د مشر شېخ ابراهيم زکزاکي په پلويانو د ډزو کولو خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې پرېس ټي وي وويل، د شيخ ابراهيم زکزاکي پلويانو وړمه ورځ د دغه هېواد دکادونا ايالت په زاريا ښار کښې د هغه په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې چې د دغه هېواد د فوځ لخوا پرې ډزې وکړې.
په دغو ډزوکښې لږ تر لږه درې تنه مظاهره کونکي ژوبل شول.
شيخ زکزاکي او مېرمن يې د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ديارلسمه نېټه په زاريا ښار کښې په يوې امامباړې باندې د نائجېريه د فوځيانو په حمله کښې ونيول شول. د هغوي د نيول کېدو په ورځ د نائجېريې فوځيانو د شيخ زکزاکي د کور او امامباړې مخې ته د خلقو په غونډه باندې په ډزو سره د شېخ د درې زامنو په شمول په سلګونو تنه شهيدان کړل.
که څه هم د دغه هېواد عدليې د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کښې د شيخ ابراهيم زاکزاکي او د هغه د مېرمن د ازادۍ او ورته د تاوان ورکولو حکم جاري کړے دے. خو د دغه هېواد فوځي او امنيتي ادارو هغوي هم هغه شان په جېل کښې په سختو حالاتو کښې ساتلي دي.