د نیجریه د زاریا قتل عام د شهیدانو دکلیزې دستورې ترسره شوې
په دغو دستورو کې د نیجریه په سلګونو ښځو ،سړیو او ماشومانو ګډون وکړڅو دخپلو قدرمنو بچیانو چې دپوځ په بوږنونکي حملې کې شهیدان شوي وو، درنښت وکړي.
په ۲۰۱۵ کال کې د نیجریه د زاریا سیمې د عامې وژلې د کلیزې دستورې چې د نیجریه پوځ سره په نښتې کې پکې په سلګونو شیعیان وژل شوي وو، ترسره شوې.
زمونږخبریال دایکنانیوز له قوله راپور راکړ،په ۲۰۱۵کال کې د زاریا د عامې وژلې د قربانیانو د درنښت دستورې د نیجریه په کادونا ښار کې د نیجریه د اسلامی غورځنګ له خوا ترسره شوې .
په دغو دستورو کې د نیجریه په سلګونو ښځو ،سړیو او ماشومانو ګډون وکړڅو دخپلو قدرمنو بچیانو چې دپوځ په بوږنونکي حملې کې شهیدان شوي وو، درنښت وکړي.
ددغو دستورو اصلي ترسره کونکي محمد ابوبکر عبداللهي په خپلې وینا کې ووئیل، ددغو دستورو ماهیّت د زاریا د قتل عام له قربانیانو سره د خلکو د خواخوږئ او همدردئ جلبول دي هغه زیاته کړې، چې د بوځ نیّت د اسلامی غورځنګ او او همپالنې له مینځه وړل وو،خو دخدای شکر ادا کوو ، چې د اسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي تراوسه پورې ژوندی دی او دغه غورځنګ هماغه راز دوام لري. نورو ویناوالو هم ووئيل، دنیجریه پوځ هغه مهال هرڅه چې دمونږ به حق کې وکړل بې انصافي وه او ډیر لوي جنایت ئې وکړ خو مونږ به هیڅکله هم له خپلو عقیدو او دیني شعارونو پورته کولو څخه لاس په سر نه شو او د جنایتونو اوظلمونو په ضد به خپلې چغې بیا هم پورته کوو.
د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه په نیجریه کې د زاریا ښار اهل تشیّع په بقیةا...امامباړې کې دحضرت امام حسین علیه السلام په عزادارۍ بوخت وو، چې دنیجریه ظالم پوځ پرې حمله وکړه او د شیخ زکزکي د کورنۍ د یوشمیر غړو پشمول پکې څه دپاسه زر کسان شهیدان او په په سلګونو نور هم ټپیان شو ي وو. او دغه راز په سلګونو هم نیول شوي وو چې ډیری ئې اوس هم بې درکه دي.