ایران د امریکا پرضد د غچ اخیستلو توان لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82285-ایران_د_امریکا_پرضد_د_غچ_اخیستلو_توان_لری
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا دسمندری ځواک پخوانی قومندان ایلن ویلیم جان ویسټ (Admiral Alan William John West,)دامریکا دحکومت د ګواښونو دعملی کیدا په بڼه کښې د ایران د غچ اخیستونکی توان په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2019 10:35 Asia/Kabul
  • ایران په ټوله سیمه کښې دامریکا او د هغې په متحدانو د غچ اخیستونکو حملو توان لري
    ایران په ټوله سیمه کښې دامریکا او د هغې په متحدانو د غچ اخیستونکو حملو توان لري

زمونږ خبریال وایی د بریتانیا دسمندری ځواک پخوانی قومندان ایلن ویلیم جان ویسټ (Admiral Alan William John West,)دامریکا دحکومت د ګواښونو دعملی کیدا په بڼه کښې د ایران د غچ اخیستونکی توان په هکله خبرداری ورکړ .

هغه چې له ۲۰۰۲ میلادی کال څخه تر ۲۰۰۶ میلادی کال پورې د انګلستان دسمندری ځواک قومندان وو په یوې (۱) مرکې کښې وویل هغه لیونی کسان چې وایی له ایران سره جنګ وکړو د جنګ په  اړه هیڅ نه پوهیږی .

د بریتانیا د سمندری ځواک پخوانی قومندان ایلن ویلیم جان ویسټ زیاته کړه زما په نظر د امریکا ولسمشر ټرمپ له ایران سره دجنګ غوښتونکی نه دی خو په اسرائیلو ، سعودی عربستان او امریکا کښې  دملی امنیت دسلاکار جان بولټن په شان  قدرتمنې ډلې شته چې باوری دی دا ډول حمله به یوه(۱) ښه پیښه وی .

هغه وویل ایران په ټوله سیمه کښې دامریکا او د هغې په متحدانو د غچ اخیستونکو حملو توان لری .

دبریتانیا د سمندری ځواک پخوانی قومندان ایلن ویلیم جان ویسټ په ۲۰۰۳ میلادی کال کښې دعراق پرضد جنګ کښې دامریکا او د انګلستان ناکامې تجربې او له هغه وروسته ناکراریو ته په اشارې سره وویل امریکا ځان د حالاتو دمدیریت کولو په حال کښې ګاڼه خو مونږ ټول پوهیږو چې  لندن او واشنګټن دعراق د پیښو په اړه هیڅ ایډیا نه درلودله .