د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو،له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، او په سر کې د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .
د تهران وځپاڼو په سر کې دا هم جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل تندی ئې داسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی یو قول راخستی چې فرمائیلی ئې دی،د روژې مبارکه میاشت د قدر دشپې ځلاده چې درست حقایق او معناګانې پکې غونډې شوی دی .
جمهوری اسلامی ورّځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د امریکا پخوانیو جنرالانو او ډیپلوماټانو له ایران سره د ډغرې په باب خپل ولسمشر ډونالډټرمپ ته دیوه پرانیستی لیک په لیږلو سره خبرداری ورکړی او روښانه ئې کړې ده،له ایران سره د پوځی جنګ پیښیدا دامریکا لپاره ډیرې بدې پائیلې په ځان پسې لری .
دلبنان دحزب ا..ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصرا... د جنایتکار صهونیسټی رژیم له سپیرومونګولو دلبنان د دجنوب آزادولو د نولسمې کلیزې په مناسبت په ویناکې روښانه کړې،د سږکال دقدس د ورځې اساسی چورلیز د امریکا صهونیسټی د :پیړۍ له معاملې سره مقابله د ه .
د فلسطین د آزادۍ موسسې یا پی ایل او داجرائی کمیټې منشی صائب عریقات د نړۍ پر درستو هیوادونو غږ کړی ، دمنامې په کنفرانس کې دې چې د امریکا صهونیسټ رژیم د پیړۍ دمعاملې داجرائی برخې پیل دی ، ګډونه نه کوی او پخپلو دریځونو دې بیا کتنه وکړی .
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په سیمې کې دایران له نفوذ سره مقابلې لپاره په عربی هیوادونو دکانګرس له تائید پرته د وسلو په غیر قانونی خرڅلاؤ اعتراف وکړ .
دسعودی عربستان په مشرۍ امریکائی صهونیسټی او آل سعود کورنۍ او دځینو غولیدلو عربانو د ائیتلاف جنګی الوتکو په روژې مبارکې میاشتې کې هم دیمن پر روژتیانو رڼا ورځ تورتمه کړې او په بمباریو سره ئې په لسګونو بې ګناه ښځې او ماشومان یو ځل بیا په وینو کې لیت پیت کړی .
دپاکستان په بلوچستان صوبې کویټه کې په یوه جومات کې د بم چاودنې له امله د جمې امام دجنازې دستورې په پرتم سره لمانځل شوی او په درست هیواد کې د تکفیری ترهه ګرو په ضد د کوټلو او جدی اقداماتو د نه کولو په دلیل پر پوځی او حکومتی چارواکو سختې نیوکې شوی دی .
د کویټه په یوه جومات کې له دغې بم چاودنې سره په یووخت دافغانستان په کابل کې هم په یوه جومات کې ورته چاودنه شوې چې په دې چاودنې کې هم د شمیر روژتیانو وینه توی شوې ده .
دسورئې په ادلب کې ددغه هیواد پوځی ځواک او د مقاومت د چورلیز مبارزانو له تکفیری ترهه ګرو یوشمیر سیمې بیرته آزادې کړی او دغه راز ئې په لسګونو تکفیری ترهه ګر هم هلاک او ټپیان کړی او یوشمیر ئې نیولی هم دی .
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی د صهونیسټ رژیم دیوې امنیتی ادارې لوړپوړی افسر له څلورو کلونو وروسته په رسمی توګه ددغه وحشی رژیم له خوا د سیمر قنطار په ترور اعتراف کړی او وئیلی ئې دی ، دسورئې دحکومت مخالفانو یعنی تکفیری ترهه ګرو له دغه رژیم سره د سمیر قنطار په ترور کې غوره مرسته کړې ده .
د انګریز لومړۍ وزیرې ترزامی له استعفی وروسته د هغې دجانشینۍ لپاره د محافظه کار ګوند په لسګونو مطرح شخصیتونه رامخته شوی څو دهغې په ځای دلومړی وزارت څوکۍ خپله کړی .
د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ یوه مسئول مقام محمد البخیتی عربستان او متحده عربی اماراتو ته په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی،د تیریو د دوام په بڼه کې به له خپلو سټراټژیکو ټاکنو استفاده وکړی او دتیریګرو یو ځای به هم د دوی له توغندوی په امن کې نه وی ، چې نوی مثالونه ئې په همداوروستیو کې دټولو نندارې ته وړاندې شوی دی .
په سوډان کې پاریدلو خلکو په مظاهرو جوړولو سره یوځل بیا شعارونه ورکړی ، چې مونږ پوځی حاکمیّت نه بلکې اسلامی حاکمیّت غواړو او دملت د حق نغرونکی باید پانسی شی .
دامریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن د پیونګ یانګ توغندوی آزموینې د ملګرملتو دامنیت شورا دپریکړه لیکونو خلاف ورزی بللې او وئیلی ئې دی ډونالډټرمپ له کوم شرط پرته دشمالی کوریان له رهبر سره لیدوکاتو ته تیار دی . داپه داسې حال کې دی چې د شمالی کوریا مشرانو ګواښ کړی ، له امریکا سره تر هغه وخته خبرې نه کوی تر څو چې ئې خپل کړچار بدل کړی نه وی .
الجزیره ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، دسعودی عربستان یو شمیر نیول شوو مبلغانو کورنیو وئیلی دی ،آل سعود کورنۍ نیّت لری ، نیول شوی مبلغان چې د آل سعود رژیم په کړنو د نیوکو اویا هغوی ته د ځینو وړاندیزونو په دلیل نیول شوی او په ډیر بد وضعیّت کې شکنجه کیږی ، د ولی عهد محمد بن سلمان له خوا په ترټولو سختې سزا یعنی پانسی کیدو ګواښل شوی او ویره ده چې دروژې په مبارکې میاشتې کې د ورژې په حال کې پانسی شی ، نړیواله ټولنه باید د آل سعود رژیم د واکوالانو د جنایتونو مخه ونیسی .
د تکفیری ترهه ګرو ډلو د مشرانو ترمینځ دنړۍ دعمومی افکارو په وړانډې دظاهریدو لپاره سیالۍ لیدل کیږی ،وئیل شوی دی ، د القاعدې ترهه ګرې ډلې مشر ایمن الظواهری ددې لپاره چې ولیدل شی او نړۍ ئې هیر نه کړی ،یو ویډیوئی کلیپ خپورکړی او دې ځل ئې د خپل او د القاعدې ترهه ګرې ډلې د همیشنی سیاست په اپوټه له اسرائیلو سره دجنګ غوښتنه کړې ده .
دامریکاد یوټا ایالت یو قاضی مائیکل کوان په دې دلیل له قضاؤته لیرې کړائ شوی چې خپل ولسمشر ډونالډټرمپ ئې په حاکمیّت کې په بې وسۍ او د سیاسی شعور په نه لرلو تورن کړی دی . دا هم وئیل شوی چې هغه ته هیڅ ډول امکانات او د څو میاشتو حقوق هم نه دی ورکړل شوی .
دامریکا خارجه وزیر مائک پمپئو له : وان امریکا : خبری چینل سره په خبرو کې وئیلی دی ، ایران باید درک کړی ، سره له دې چې په امریکا کې له ایران سره جنګ کول هیڅوک نه غواړی ، خو بیا هم د واشنګټن د ګټو دفاع کوی .
کیهان ورځپاڼې همداراز دلبنان دجنوب د آزادۍ د کلیزې په مناسبت د حزب ا...ولسی غورځنګ دعمومی منشی ولولناکې وینا په باب هم یوه مقاله لیکلې ده ، ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،سید حسن نصر ا... دلبنان دجنوبی برخې د آزادۍ د کلیزې په مناسبت پخپلې وینا کې وئیلی دی ، ټول هیوادونه دې د امریکا د پیړۍ د معاملې له پلان سره د مقابلې په هکله چې موخه ئې د فلسطین د موضوع هیرودی ، خپل مسئولیّت وپیژنی .
حسن نصر ا... ویلی دی ، نن سبا دفلسطین خلک د حذفیدا لپاره له ترټولو سترې دسیسې سره مخامخ شوی دی او په همدې وجه د روان میلادی کال د قدس د ورځې اساسی موضوع د امریکا د ولسمشر ټرمپ له خوا د پیړۍ له معاملې سره مقابله کول دی .
دلبنان د حزب الله مشر همداراز د بحرین د عالمانو او د انقلابیانو د دریځ په قدرونې سره ټینګار کړی ، د امریکا د پیړۍ دمعاملې د پلان داجرا لپاره لومړنی ګام ټاکل شوی دی ،چې دبحرین په پلازمینې منامې کښې پورته شی او د بحرین غونډه احتمالا په لبنان او نورو هیوادونو کښې د فلسطینیانو د هستوګنې لپاره زمینه برابروی خو د لبنان ټول خلک د فلسطین دکډوالو د موضوع په هکله یوشان دریځ لری .
او س هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو د ولسمشر د کاری مودې د تمدید او د خوشحالیو په ورځو کې په کابل کې د هوایی ډزو په اړه لیکنې او تبصرې کړی دی.
دنیا ورځپاڼې ادعا کړې چې ولسمشر محمد اشرف غنی له دولتی سرچینو د خپل انتخاباتی ټیم د هدافو لپاره استفاده کوی.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې د ډاکټرغنی مصلحتی حکومت، نه د اساسی قانون له ملاتړه برخمن دی او نه هم د مشرانو یوې لویې اجماع د جمهوری ریاست تر انتخاباتو د نوموړی د کار له دوام سره موافقه کړې.
= د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلی ستونزه یوازې د محمد اشرف غنی او د ده حکومت هم نهده، افغانانو په تېرو څو کلونو کې داسې ستر دیکتاتوران ولیدل چې د ولس قهر او غضب په څپو کې رانسکور شول.
د لیکوال په باور که څوک فکر کوی چې د غنی پرځای کوم بل د واک دعوهدار ارګ ته ننوزی، نو خیر خیرت به شی، ډېره لویه غلطی کوی.
= د هېواد دولتی ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سرپرست یا مؤقت حکومت غوښتنه د ملت پرضد ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی که کومه ډله یا څوک په ولسمشریزو انتخاباتو کې پر خپلې بریا باور نهلری، نو کرار دې کېنی او د ملت لپاره دې د دښمن له هیلو سره سم سر خوږی نه جوړوی.
د لیکوال د معلوماتو له مخې ملت اوس بیدار شوی او د مؤقت حکومتونو ترخه واقعیت ته په کتو سره نه غواړی بیا تېرې ترخې او زهرجنې تجربې تکرار شی.
بلخوا یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا په کابل کې هوایی ډزو په اړه لیکنې او تبصرې کړی.
سرخط ورځپاڼې لیکلی د دغه ښار «کابل» یوه څنډه هم له جرمونو او ناامنیو خالی نهده.
په مطلب کې یادونه شوې چې په تېرو ۲۶ میاشتو کې پهدغه ښار کې ۳۹۰۳ جرمې پېښې شوی دی.
د همدې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی کابلیان په ډېپو کې ژوند کوی.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې کابل چې شاوخوا ۶ میلیونه وګړی پهکې ژوند کوی، نږدې هر کور له یوې تر لس میله ناقانونه وسلې لری چې هره شېبه د ښار نظم ګډوډوی او د خلکو ژوند ګواښی.
او په پای کې د ملی ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلی د خوشحالیو او یا د ورزش د بریالیتوب په صورت کې هوایی ډزې د سمو خلکو کار نهدی، دغه ډزې ویر، تاوتریخوالی خپوری او حتی پهکې ښاریانو ته مرګ ژوبله اوړی.