عربستان او متحده عربی امارات جنګ غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82440-عربستان_او_متحده_عربی_امارات_جنګ_غواړی
زمونږخبریال وایی د امریکا دسپینې ماڼۍ د ملی امنیت د سلاکار جان بولټن احتمالی ځای ناستی ډګلس میګ ګرګور په مینځنی ختیځ کښې د پوځی نښتې د رامینځته کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د ځینو ګیرچا پیر کسانو په هڅې نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2019 12:00 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان او متحده عربي امارات غواړي د تاوتریخوالي په زیاتولو سره امریکا جنګ ته ورننباسي .
    سعودي عربستان او متحده عربي امارات غواړي د تاوتریخوالي په زیاتولو سره امریکا جنګ ته ورننباسي .

زمونږخبریال وایی د امریکا دسپینې ماڼۍ د ملی امنیت د سلاکار جان بولټن احتمالی ځای ناستی ډګلس میګ ګرګور په مینځنی ختیځ کښې د پوځی نښتې د رامینځته کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د ځینو ګیرچا پیر کسانو په هڅې نیوکه وکړه .

ډګلس میک ګرګور چې د پوځ متقاعد شوی ډګروال دی او  د ملی امنیت د سلاکار جان بولټون احتمالی ځای ناستی ګڼل کیږی وویل سعودی عربستان غواړی دخپلو هدفونو دپرمخ بیولو لپاره امریکا په سیمه کښې په یوه(۱) بل جنګ واچوی .

هغه له ایران سره دتاوتریخوالی د رامینځته کولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د  ځینو ګیرچاپیرو کسانو  په هڅې نیوکې سره وویل امریکا باید له فارس خلیج څخه جنګی کشتۍ وباسی .

دامریکا دغه متقاعد ډګروال وویل ایران هیڅکله مونږته ګواښ نه کوی او سعودی عربستان او متحده عربی امارات غواړی د تاوتریخوالی په زیاتولو سره مونږ جنګ ته ورننباسی او روښانه  ده چې اسرائیل هم ددغه جنګ هرکلی کوی .