ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه او مقالې.
ګرانو او قدرمنو دوستانو له تهرانه په چاپیدونکو ورځپاڼو کښې نن وړومبی ابرار ورځپاڼه ګورو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف یو انځور چاپ کړی او ورسره یې د دوي له قوله په غټو تکیو لیکلي دي: د ایران وړاندیز، د سیمې په هیوادونو باندې د تیري نه کولو تړون.
د خبر په دواک ښې لولو چې د ایران خارجه وزیر وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د فارس خلیج د سیمې له ټولو هیوادونو سره د اړیکو په لټه کښې دی او په دې لړ کښې مو د فارس خلیج د څنډې په هیوادونو باندې د نه تیري د معاهدې د لاسیکلیدو په شمو د ملګرتیا ګڼ وړاندیزونه کړي دي.
ظریف په بغداد کښې په خپله وینا کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې مونږ د ایران خلاف د جنګ جوړولو لپاره له هر ډول کوشش سره مقابله کوو، زیاته کړه: د ایټمي موافقې(برجام) غړي اروپايي هیوادونه دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
ابرار په یو بل سرټکي کښې لیکلي چې د اسلامي شورا د استازو په رایو سره د پارلیمان اوسنی مشر علي لاریجاني، د راتلونکي پړاؤ لپاره هم د دغه ارګان مشر پاتې شو.
خبر زیاتوي چې ښاغلی پزشکیان او ښاغلی مصري د پارلیمان نایب رئیسان شول.
**
ابرار هم د تهران د نورو ډیرو ورځپاڼو په شان له ایران سره خبرواترو ته د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لیواتیا په هکله خبرونه خپاره کړي دي.
دې ورځپاڼې په دې لړ کښې په یو سرټکي کښې لیکلي دي: د ایران او امریکې ترمینځ د جاپان د وزیراعظم د مینځګړیتوبه د ټرمپ هرکلی.
ډونلډ ټرمپ په ټوکیو کښې د جاپان له وزیراعظم شیزو آبه سره په کتنه کښې وویل: پوهیږم چې هم جاپان او هم یې وزیراعظم له ایران سره ښې اړیکې لري.
د امریکې ولسمشر زیاته کړې: د جاپان وزیراعظم په دې هکله ما سره خبرې کړې دي او زه باوري یم چې ایران خبرې اترې غواړي، او که هغوي خبرې کول وغواړي نو مونږ هم مذاکره کوو، هیڅوک نه غواړي چې بدې پيښې رامینځته شي، په تیره بیا زه.
خو ابرار بیا په دې هکله د عراق د ولسمشر د ویاند خبره راخیستې او په یو بل سرټکي کښې یې لیکلي دي: د تهران او واشنګټن ترمینځ مو هیڅ مینځګړیتوب نه دی کړی.
په دې لړ کښې د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال ویلي دي: له امریکې سره نیغ په نیغه یا غیرمستقیمې خبرې اترې ردوو.
سید عباس عراقچي ویلي دي: له امریکې سره به هیڅ ډول مذاکرات ونه لرو. هغه په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل چې عمان ته له سفر وروسته به کویت او قطر ته لاړ شي، له امریکې سره به هیڅ ډول مستقیمې یا غیرمستقیمې خبرې اترې ونه لرو خو د متقابل احترام او ګټو په بنیاد د رغنده او متوازنو اړیکو د ټینګښت لپاره د فارس خلیج د سیمې له ټولو هیوادونو سره خبرواترو ته تیار یو.
**
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې هم دغې موضوع او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وینا ته په سر کښې ځاې ورکړی دی خو په یو بل خبر کښې یې لیکلي دي: د جیزان په هوايي ډګر کښې د سعودي جنګي الوتکو په ځالې باندې د انصار ا... ډرون حمله.
په خبر کښې لولو چې په تیرو دریو ورځو کښې د یمني سنایپرانو په لاس د سعودي ائتلاف لږترلږه ۱۸۰ کسان ووژل شول.
د یمن د انصار ا... ځواکونو د عربستان په نجران کښې د سعودي پوځ درې مهمې جنګي اډې هم نیولې دي.
البته اطلاعات په خپل وړومبي مخ باندې په نجف اشرف کښې د امام علیه السلام د سپيڅلي حرم یو انځور راخیستی چې له زیارتوالو ډک دی او ورسره یې لیکلي دي: د امام علي علیه السلام د شهادت په کلیزې، په نجف اشرف کښې د درې میلیونه زیارتوالو عزاداري.
** کیهان
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې بیا په یو سرټکي کښې لیکلي دي: د پیړۍ معامله د فلسطین پرضد دسیسه ده.
د بحرین مشهور مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم وویل د پیړۍ د معاملې په نوم د پلان د وړاندې کولوهدف د فلسطین د موضوع پرضد دامریکا د صهیونیسټ رژیم او د ځینو عربو واکمنانو ګډه دسیسه ده .
هغه وویل د پیړۍ دمعاملې په نوم پلان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو لخوا مطرح شوی دی او ځینو عربو حکومتونو له دغه پلان سره د ملګرتیا کولو او د اجرا کولو مسئولیت چې هماغه د فلسطین د ملت دحقوقو ضایع کول دي پرغاړه اخیستی دی.
دبحرین دغه ستر مذهی مشر شیخ عیسی قاسم وویل د پیړۍ معامله داسې جنایت دی چې شرم به یې دهغو ټولو کسانو چې ورسره ملګرتیا او ملاتړ کوی لمن ته وغځیږي.
د پیړۍ معامله دامریکا دحکومت یو (۱)پلان دی چې د فلسطین دخلکو دحقوقو د له مینځه وړلو کوشش کوی.
دغه پلان د سعودی عربستان په شمول د ځینوعربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره برابر شوی دی.
کابل چاپ:
د کابل چاپ ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کښې (د ولسمشر غني د نظام د شړولو په لور!) تر عنوان لاندې لیکلي دي:
د افغانستان اجرائيه رییس د ولسمشر لخوا د جګپوړیو چارواکیو د لرې کولو او نویو ګومارنو پر خلاف توند غبرګون ښودلی دی، پر ولسمشر سربېره نورو سیاسي ډلو او د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا پخوا د ولسمشر لخوا د جګپوړیو چارواکیو د لرې کولو او نویو ګومارلو پر خلاف غبرګون ښودلی او دا یې د نوموړي د انتخاباتي کمپاین برخه بللې ده چې له دولتي واک څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
ښایي ولسمشر غني نه د خپل حکومت د شریک ډاکتر عبدالله اعتراض ته ارزښت ورکړي او نه د نورو سیاسي لوریو. خو د نوموړي دغه ډول کړه وړه د حکومتدارۍ د اصولو او قوانینو پر خلاف عمل دی. دغه ډول د جګپوړیو چارواکیو برطرفول یوازې په بې اصوله دیکتاتوریو کې دود دي چې یو سړی د هېواد د هست او بود واکدار وي.
په حکومتونو کې د وزیرانو او جګپوړیو چارواکیو نه تر ټیټ رتبه مامورینو پورې د یو لړ اصولو له مخې ګومارل کېږي، بدلېږي او یا برطرف کېږي. غني چې په کوم ډول وزیران او جګپوړي چارواکي لرې کوي دغه اصول هېڅ پکې په پام کې نه نیول کېږي. بس ته به وایې چې د خپل پلار د ځمکو نوکران او بزګران یې دي چې خوښه یې شي یو را ولي او بل ځواب کړي.
د ولسمشر غني دغه ډول چلن نه یوازې د ده خپلې کړۍ په منځ کې د بې اعتمادۍ او نه خوندیتوب احساس ژوروي چې بالاخره د حبیب الله احمدزي په څېر کسان افشاګریو ته اړ کېږي، بلکې په ټوله کې دا د افغان کدرونو سپکاوی او د حکومتي نظام لپاره د ناسور په څېر بدې پایلې لري.
د وزیرانو داسې لرې کول د وزارت د مقام د سپکاوي او په عام ذهنیت کې د بې ارزښته کېدو سبب کېږي چې په ټوله کې د دې زیان د هېواد نظام ته اوړي.
داسې ښکاري چې د غني ماموریت همدغه دی چې نظام بې اعتباره او دولتي مقامونه په عام ذهنیت کې بې ارزښته کړي. بالاخره د دې پایلې په ټوله کې د نظام شړېدل وي. پوښتنه دا ده چې ولسمشر به دې کار ته تر کومه دوام وکړای شي او دا به د ډاکتر عبدالله په شمول چې ځان د نیمایي حکومت شریک او واکدار بولي نورو سیاسي لوریو ته څومره د زغم وړ وي؟
**
دې ته سمدستي ځواب ګران دی، ځکه چې یوه لویه بدمرغي دا ده چې د یوه په ستونزو کې ښکېل او بې کفایته حکومت تر څنګ زموږ سیاسي ډلې هم د خپلو وړوکیو ګټو نه لوړ فکر او ارمان نه لري. دوی هر لوری په یو ډول معاملې ته چمتو دي، داسې سرې کرښې نه لري چې د ارمان تر حده پر هغو ټینګار وکړي. که دغه ابتذال نه وای د حکومت خبره تر دې بریده نه شړېده چې هر څه دې د څو تنو لخوا د پدري میراث په څېر تصرف شي.
خو د حکومت په تېره د ولسمشر غني دغه دیکتاتورانه چلن به په حکومت کې دننه کړۍ بالاخره د پاشل کېدو او بغاوت تر بریده ورسوي ځکه چې له دې هرې برطرفۍ سره د بې باورۍ او نه خوندیتوب د احساس را پورته کېدل طبیعي دي. ښایي ډېر بیا د حبیب احمدزي په څېر د ارګ د ناویلو کیسو رازونه افشا کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/