هندوستان له ایرانه د تیلو واردات بیا پيلوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82457-هندوستان_له_ایرانه_د_تیلو_واردات_بیا_پيلوي
د هندوستان نوي حکومت له ایران څخه د تیلو د وارداتو په بیا پیلولو باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 28, 2019 14:07 Asia/Kabul
  • هندوستان له ایرانه د تیلو واردات بیا پيلوي

د هندوستان نوي حکومت له ایران څخه د تیلو د وارداتو په بیا پیلولو باندې ټینګار وکړ.

د ایرنا د رپورټ له مخې، د هندوستان د تیلو په وزارت کښې یوې باخبر سرچینې نن وویل چې د دغه هیواد نوی حکومت د امریکې له بندیزونو د تیریدو لپاره د هندي روپیو په کارولو سره د تیلو د وارداتو د پیلولو لپاره له ایران سره زرترزره د مذاکراتو د کیدو په لټه کښې دی.

هغه چې د نوم د نه څرګندولو غوښتنه یې کوله، زیاته کړه: د هندوستان حکومت د امریکې بندیزونو ته په پام سره له ایرانه په محدوده اندازه د تیلو واردول غواړي.