روسيې او چين د ايران په خلاف يواړخيزه بنديزونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82650-روسيې_او_چين_د_ايران_په_خلاف_يواړخيزه_بنديزونه_وغندل
د روسيې او چين ولسمشرانو بېګا په ماسکو کښې په کتنه کښې په يوې ګډې بيانيې کښې د ايران په خلاف د امريکې يو اړخيز بنديزونه وغندل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2019 01:37 Asia/Kabul
  • روسيې او چين د ايران په خلاف يواړخيزه بنديزونه وغندل

د روسيې او چين ولسمشرانو بېګا په ماسکو کښې په کتنه کښې په يوې ګډې بيانيې کښې د ايران په خلاف د امريکې يو اړخيز بنديزونه وغندل.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې پيوټن او شي جين پينګ په دغه بيانيه کښې همدارنګ په برجام اېټمي موافقې د ټولو لورو د پابندۍ په ضرورت تاکيد وکړ.

د روسيې او چين ولسمشرانو په دغه بيانيه کښې په برجام اېټمي موافقې باندې د ايران په پابندۍ خوښي څرګنده کړه.

پيوټن او شي جين پينګ پرون مازيګر هم په کتنه کښې په برجام باندې د خپلو هېوادونو په پابندۍ تاکيد وکړ.