ټریسا مې د کنزرویټو ګوند له مشرۍ څنګ ته شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82672-ټریسا_مې_د_کنزرویټو_ګوند_له_مشرۍ_څنګ_ته_شوه
زمونږخبریال وایی د بریتانیا استعفا شوی لومړۍ وزیرې تریسا مې (Theresa May:) د کنزریټو (Conservative) ګوند دمشرۍپه توګه له خپلو ټولو مسولیتونو څنګ ته شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2019 09:34 Asia/Kabul
  • په دې ډول د ټریسا مې د ځاي ناستي کاندیدانو  د نومونو د لیکلو رسمي بهیر پیلیږي .
    په دې ډول د ټریسا مې د ځاي ناستي کاندیدانو د نومونو د لیکلو رسمي بهیر پیلیږي .

زمونږخبریال وایی د بریتانیا استعفا شوی لومړۍ وزیرې تریسا مې (Theresa May:) د کنزریټو (Conservative) ګوند دمشرۍپه توګه له خپلو ټولو مسولیتونو څنګ ته شوه .

ټریسا مې چې دوې (۲) اونۍ مخکې یې د انګلستان له لومړی وزارت څخه استعفا ورکړی وه نن د کنزرویټو ګوند له مشرۍ څخه هم څنګ ته شوه .

هغه کابو درې (۳) کاله د واکمن کنزرویټو ګوند مشره وه .

په دې ډول د ټریسا مې د ځای ناستی کاندیدانو  د نومونو د لیکلو رسمی بهیر پیلیږی .

تراوسه د انګلستان د لومړی وزارت او د کنزرویټو ګوند د مشرۍ لپاره یولسو(۱۱) کسانو چمتو والی اعلان کړی دی چې پکښې پخوانی خارجه وزیر بوریس جانسون زیات د بریالیتوب چانس لری .

د انګلستان پخوانی خارجه وزیر بوریس جانسن ویلی دی که چیرې زه لومړی وزیر شم نو له موافقې پرته خپل هیواد له اروپایی اتحادیې وباسم .