په نيويارک کښې د سعودي کنسولګرۍ مخې ته د سوډانيانو مظاهرې
د سوډان خلقو د دغه هېواد په مسائلو کښې د سعودي رژيم، اماراتو او مصر د مداخلت په غندلو سره په نيويارک کښې د سعودي د کنسولګرۍ مخې ته مظاهرې وکړې.
د الجزيزه ټي وي چېنل د رپوټ له مخې په نيويارک کښې مېشته ګڼ شمېر سوډانيانو په دغه ښار کښې د سعودي د کنسولګرۍ مخېته په مظاهرو کولو سره د خپل هېواد په چارو کښې د سعودي، اماراتو او مصر لاسوهنې وغندلې.
مظاهره کونکو د يوې بيانيې په خپرولوسره له دغو دريو هېوادونو وغوښتل د سوډان د انتقالي فوځي شورا څخه دې خپلې مادي او سټراټيجي ملاتړونه ختم کړي.
احتجاج کونکو همدارنګ غېرفوځيانو ته دحکومت سپارلو، له فوځيانو څخه د پائتخت خرطوم او د نورو ښارونو د خالي کولو، د پرلت غزونکو د قتل عام په اړه د تحقيقاتو کولو او د هغو کسانو چې په دغه قتل عام کښې يې لاس لرۀ د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
د سوډان انتقالي فوځي شورا چې د تېر اپرېل له يولسمې څخه د عمر البشير له څنګته کېدو وروسته يې اقتدار په لاس کښې اخېستے دے د جون په دريمه نېټه د دغه هېواد د فوځ د مرکز مخې ته په احتجاج کونکو خلقو د حملې حکم ورکړ چې په دغه حمله کښې يو سل اتلس تنه ووژل شول.په سوډان کښې له اقتداره د فوځيانود څنګته کېدو لپاره د خلقو احتجاجونه روان دي. سعودي، امارات او مصر د سوډان د اننقالي فوځي شورا اصلي ملاتړي دي.