ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه او مقالې.
ګرانو او قدرمنو دوستانو د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچي له قوله لیکلي دي: شپیته ورځنی مهلت د تمدید وړ نه دی.
په سياسي چارو کښې د ايران د خارجه وزير لوړرتبه مرستيال د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مشرې له مرستيالې سره له کتنې وروسته وويل، د برجام د لورو د کوتاهيانو د تلافۍ لپاره شپېتۀ ورځنی مهلت به په هيڅ وجه تمديد نه کړې شي.
په خبر کښې لولو چې سيد عباس عراقچي پرون د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مشرې له مرستيالې هېلګا شمېډ سره له کتنې وروسته تاکيد وکړه، تهران يوازې د تکراري بيانيو د جاري کولو لپاره د برجام اېټمي موافقې د ګډ کمېشن غونډه نه جوړوي.
عراقچي په دې ټکي باندې په تاکيد سره چې تهران لا تر اوسه له اروپايانو څخه څه محسوسېدونکی اقدام نه دی ليدلی زياته کړه، اروپايان کولې شي د ايران لپاره په د بېنک، تېلو، انرجۍ، ټرانسپورټ او پانګونې په برخو کښې يوه لاره پېدا کړي خو تر اوسه د دغو مواردو له اجراء څخه ناتوانه وو او دي.
د ايران د اېټمي مذاکراتي ټيم لوړ رتبه غړي تاکيد وکړ، د شپېتۀ ورځني مهلت په ختمېدوسره ورپسې ګامونه يا هم هغه دويم ګام اوچتوي، مګر دا چې د برجام اېټمي موافقې لوري د ايران غوښتنې پوره کړي.
هېلګا شمېډ چې د ايران د بهرنيو چارو د وزارت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره په تهران کښې ده پرون له سيد عباس عراقچي سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
اطلاعات:
له تهرانه چاپيدونکې اطلاعات ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ په آسیا کښې د تعامل او اعتماد جوړونې د کانفرنس په سرمشریزه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني د وینا ځینې مهمې برخې راخیستې دي او د سرټکي په توګه یې د دوي دا خبره غوره کړې ده چې وايي: ایران په یو اړخیزه توګه په ایټمي موافقې باندې ژمن نه شي پاتې کیدی.
ولسمشر روحاني په خپله وینا کښې زیاته کړه: د ایران بهرنی سیاست د همکارۍ او ګډو ګټو ته د رسیدو د لارو چارو موندل او په لنډه وینا، د ګټې-ګټې سیاست دی.
خبر زیاتوي چې د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له اجرايي مشر عبدا... عبدا... سره په کتنه کښې هم د دې په بيانولو سره چې تهران په افغانستان کښې د ثبات، امنيت، صلحې او ارامښت غوښتونکی دی، د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په پراختيا او مضبوطيه تاکيد وکړ.
ولسمشر حسن روحاني پرون سهار د تاجېکستان په پائتخت دوشنبه ښار کښې په اېشيا کښې د تعلقاتو او اعتماد جوړونې سيکا د پينځمې غونډې له شروع کېدو مخکښې د افغانستان د حکومت د اجرائي مشر عبدا... عبدا... په کتنه کښې وويل، د ټرانزيټي فرصتونو په شمو لد دوو اړخيزو او سيمه ايزو اقتصادي تعلقاتو د پراختيا لپاره زيات ظرفيتونه موجود دي چې پکار دے د دواړو خواو د ملګرتياو د ګډ کمېشن په اېجنډا کښې راوستلې شي.
د ايران ولسمشر همدارنګ له نشه ايزو موادو سره د مبارزې او په دې لړ کښې د ډله ايزو کوششونو د لازموالي اهميت ته په اشارې سره وويل،له اجتماعي زيانونو نه علاوه د ترهه ګرۍ مالي اړتياوې زياتره د نشه ايزو موادو له قاچاق څخه پوره کيږي.
ایران
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف بیګاني ټویټ ته انعکاس ورکړی چې په کښې یې لیکلي دي: د ايران فعاله ډېپلومېسي دوام لري.
محمد جواد ظريف بېګا په سوشل مېډيا کښې وليکل، د تاجېکستان په پائتخت دوشنبه ښار کښې د تاجېکستان او ترکيې له ولسمشرانو او همدارنګ د قطر له امير سره د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ګټور ليدل کتل اوشول او په دغو ليدنو کتنوکښې د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو په اړه منجمله د ايران په خلاف د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو په اړه بحث او د نظر تبادله اوشوه.
د ايران خارجه وزير وويل: د افغانستان د حکومت له ولسمشر او اجرائي مشر سره د ايراني لوړ رتبه پلاوي په کتنه کښې هم دواړو خواو په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره د هلو ځلو په دوام باندې په تاکيد سره د خپلو مېنخو تعلقاتو له پراختيا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
محمد جواد ظريف د هند له نوي خارجه وزير سره هم خپله کتنه ګټوره وبلله او تاجېکستان ته د ايراني پلاوي د سفر له مهمو ټکو يې وبلله.
د ویلو ده چې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو په نولسمه سرمشريزه غونډه کښې او په اېشيا کښې د تعلقاتو او اعتماد جوړونې په پينځمه سرمشريزه غونډه کښې د شرکت لپاره قرقېزستان او تاجېکستان ته د يو پلاوي په مشرۍ له سفر نه وروسته نن سهار وختي تهران ته راستون شو.
کابل چاپ:
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ بیا هم د افغانستان د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
مسیر:
مسیر ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي، اوس روښانه ښکاري چې د سیمې لویه برخه هېوادونه غواړي چې افغانستان سولې ته راشي او دا هېوادونه په سوله کې جدي مرسته هم ولی شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له یوه اړخه افغان چارواکي د امریکا په سیوري کې ګرځي او له بله اړخه همدا چارواکي د سولې جدي اراده نه لري.
د لیکوال په باور، د افغانستان خلک باید سولې ته د رسېدو لپاره پر امریکا فشار راوړي، ځکه چې امریکا په سوله کې رښتینې نه ده.
دنیا:
دنیا ورځپاڼه په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د امریکا په سولې سره افغانستان یو ځای ته نه رسېږي، بلکې ورځ تربلې د افغانستان وضعیت خرابېږي.
د لیکوال په باور، د حل لاره دا ده چې افغانان خپله بیدار شي، خپل سیاستوال ویښ کړي، تر څو د افغانستان په فکر کې شي.
هېواد:
د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، کله چې له امریکايي لوري سره د طالب استازو خبرې بې پایلې شوې او په افغانستان کې یې سوله ټینګه نه کړی شوه، نو د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو ارزښت نور هم په ډاګه شو.
د لیکوال د معلوماتو له مخې، اوس افغان ملت، حکومت، د سیمې هېوادونه او په تېره بیا نړیواله ټولنه پر طالبانو غږ کوي چې له افغان حکومت سره د سولې لپاره خبرو ته حاضر شي.
اصلاح:
اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د نړۍ هېوادونه او د افغانستان د سولې په روان بهیر کې د همکاریو اړتیا.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له شک پرته د نړیوالې ټولنې له همکاریو پرته په سیمه او افغانستان کې د سولې راتګ ناشونی دی.
د سرمقالې د لیکونکي په باور، په افغانستان او سیمه کې هغه مهال سوله راتلی شي چې د سولې د خبرو اصلي محور د افغانستان پر قانوني دولت باندې را وڅرخي.
ملي ارمان:
د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، له ترورېزم سره مبارزه نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دا مهال په افغانستان کې لسګونه طالب فکره ډلې د افغانستان د خلکو په ضد جنګېږي او افغانستان په یوازې ډول د دوی په وړاندې جګړه کوي.
لیکوال سپارښتنه کوي چې ټوله نړۍ باید د دغې پدیدې په وړاندې سره یو موټی شي او په وړاندې یې کلکه مبارزه وکړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*