د افغانستان او بنګلادیش ترمينځ د کریکټ لوبه روانه ده
د کرکټ ورلډکپ سنسنې خيز مقابلې جاري دي، د ميګاايونټ په يودېرشم ميچ کښې نن د افغانستان او بنګله ديش ترمينځه مقابله روانه ده . افغانستان پچه وګټله او بنکلادیش ته یې لومړی د بیټنګ موقع ورکړه .
د کرکټ ورلډکپ سنسنې خيز مقابلې جاري دي، د ميګاايونټ په يودېرشم ميچ کښې نن د افغانستان او بنګله ديش ترمينځه مقابله روانه ده . افغانستان پچه وګټله او بنکلادیش ته یې لومړی د بیټنګ موقع ورکړه .
روان ميګاايونټ کښې افغانستان شپږ ميچونه لوبولي او په شپږ واړه ميچونو کښې شکست سره مخامخه شويدے،افغان کرکټ ټيم د صفر پوائنټ سره د پوائنټس ټيبل په آخري يعني په لسم پوزيشن دے، هم دغه بنګله دېش ټيم ايونټ کښې خپل شپږ ميچونه کړي، دوه ئې ګټلي، درې ئې بائيللي او يو ئې د باران په وجه منسوخ شويدے، بنګالي ټائيګرز پوائنټس ټبيل باندې پينځه پوائنټونو سره په شپږم نمبر باندې موجود دے، واضحه دي وي چې نيوزي لينډ کرکټ ټيم پوائنټس ټيبل باندې په ټاپ، آسټريليا په دويم، بهارت په دريم او انګلينډ په څلورم پوزيشن موجود دے .