د بریطانیې مسلمان علماؤ د اسرائیلو غاصبانه اقدامات وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83154-د_بریطانیې_مسلمان_علماؤ_د_اسرائیلو_غاصبانه_اقدامات_وغندل
د بریطانیې یوشمیر مسلمان عالمان وايي: مونږ د نیونې او ځپنې د صهیونیسټي سیاست دوام غندو چې څه باندې اویا کاله وشول د فلسطین ولس یې له آزادۍ او د یو خپلواکه وطن له لرلو او عادي ژونده بې برخې کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2019 03:06 Asia/Kabul
  • د بریطانیې مسلمان علماؤ د اسرائیلو غاصبانه اقدامات وغندل

د بریطانیې یوشمیر مسلمان عالمان وايي: مونږ د نیونې او ځپنې د صهیونیسټي سیاست دوام غندو چې څه باندې اویا کاله وشول د فلسطین ولس یې له آزادۍ او د یو خپلواکه وطن له لرلو او عادي ژونده بې برخې کړی دی.

د بریطانیې یوه ډله مسلمانو عالمانو په یوه خبرپاڼه کښې د صهیونیسټي رژيم د غاصبانه او غیرقانوني اقداماتو دوام ته په اشارې سره، خپلو اصلي مالکانو ته د دغه رژيم لخوا د نیولو فلسطیني ځمکو د ورستنولو غوښتنه وکړه.

په دغه بیانیه کښې چې پرون خپره شوې، راغلې دي: مونږ د نیونې او ځپنې د صهیونیسټي سیاست دوام غندو چې څه باندې اویا کاله وشول د فلسطین ولس یې له آزادۍ او د یو خپلواکه وطن له لرلو او عادي ژونده بې برخې کړی دی.

د بریطانیې مسلمانو عالمانو په دوام کښې، په اسلامي تعلیماتو کښې له یهودو سره د هر ډول دښمنۍ په نفي کولو سره یادونه وکړه چې یهودیانو، عیسایانو او مسلمانانو د فلسطین په ټاټوبي کښې په صلحه ایزه توګه د یو بل ترڅنګ ژوند تیروه تر دې چې صهیونیسټي رژيم رامینځته شو.

په دغې بیانیې کښې په فلسطیني ټاټوبي په تیره بیا نیواکي بیت المقدس کښې د صهیونیسټي رژیم قانون ماتونې ته په اشارې سره ټینګار شوی چې صهیونیسټي غاصبان دې پوه شي چې قدس شریف به هم دغه شان د مسلمانانو پلازمینه پاتې شي.