د شيخ زکزاکي په پلويانو د نائجيريه د فوځيانو حمله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83302-د_شيخ_زکزاکي_په_پلويانو_د_نائجيريه_د_فوځيانو_حمله
د نائجيريه د اسلامي غورځنګ د مشر شيخ زکزاکي په پلويانو د نائجيريې د فوځيانو په حمله کښې لږ تر لږه دوه تنه شهيدان شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2019 02:54 Asia/Kabul
  • د شيخ زکزاکي په پلويانو د نائجيريه د فوځيانو حمله

د نائجيريه د اسلامي غورځنګ د مشر شيخ زکزاکي په پلويانو د نائجيريې د فوځيانو په حمله کښې لږ تر لږه دوه تنه شهيدان شول.

تسنيم خبري آژانس د نائجيريه د رسنيو له قوله رپوټ ورکړ، په هغه احتجاج کونکو باندې چې د نائجيريې د اسلامي غورځنګ د مشر شيخ ابراهيم زکزاکي د ازادولو غوښتنه يې کوله د دغه هېواد د فوځيانو په حمله کښې لږ تر لږه دوه تنه شهيدان او يو شمېر نور ژوبل شول.

 د يادونې ده چې شيخ زکزاکي نن سبا په ډېرو سخت حالت کښې د نائجيريه په بندي خانه کښې پروت دے.