ایران د ایټمي موافقې په هکله بیا مذاکره نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83431-ایران_د_ایټمي_موافقې_په_هکله_بیا_مذاکره_نه_کوي
د ایران خارجه وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي موافقې (برجام) په هکله بیا وارې خبرې اترې نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2019 10:46 Asia/Kabul
  • ایران د ایټمي موافقې په هکله بیا مذاکره نه کوي

د ایران خارجه وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي موافقې (برجام) په هکله بیا وارې خبرې اترې نه کوي.

محمد جواد ظریف په نیویارک کښې له بي، بي، سي ټي وي چینل سره په مرکه کښې د دغه چینل د خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کښې چې د ایټمي موافقې په هکله دوباره ولې خبرې اترې نه کوئ؟ وویل: د ایران اسلامي جمهوریت دغه مذاکرات نه دي پریښې بلکې امریکا ترې وتلې ده.

هغه په عین حال کښې ټینګار وکړ چې د امریکې ولسمشر جنګ نه غواړي خو د هغه په حکومت کښې ځینې داسې کسان دي چې د جنګ تږي او لیوني دي.

د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ چې که جنګ ونښلي نو د سیمې هیڅ هیواد به امنیت ونه لري. په دې وجه ټول باید له جنګ څخه د ډډې کولو هڅه وکړي.