د ایران توغندوي پروګرام د مذاکرې وړ نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83446-د_ایران_توغندوي_پروګرام_د_مذاکرې_وړ_نه_دی
په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ د خپل میزایل پورګرام په هکله خبرواترو ته د ایران د چمتووالي په اړه د ځینو خبري آژانسونو ادعاؤ ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ: د ایران توغندوي او دفاعي پروګرام د مذاکرې او خبرواترو وړ نه دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 17, 2019 11:31 Asia/Kabul
  • د ایران توغندوي پروګرام د مذاکرې وړ نه دی

په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ د خپل میزایل پورګرام په هکله خبرواترو ته د ایران د چمتووالي په اړه د ځینو خبري آژانسونو ادعاؤ ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ: د ایران توغندوي او دفاعي پروګرام د مذاکرې او خبرواترو وړ نه دی.

په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ د خپل میزایل پورګرام په هکله خبرواترو ته د ایران د چمتووالي په اړه د ځینو خبري آژانسونو ادعاؤ ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ: د ایران توغندوي او دفاعي پروګرام د مذاکرې او خبرواترو وړ نه دی.

ایسوشیئيټډ پریس خبري آژانس په یو څرګند شیطنت کښې له این، بي، سي ټیلیویژني چینل سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف د مرکې په تحریفولو سره، د خپل دفاعي توان په سر خبرواترو ته د ایران د غاړه ایښودو خبر ورکړ.

د ایران د خارجه وزیر له څرګندونو دغه ناسمه ادعا سبب شوه چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو په ډیرې خوشالۍ سره دغه موضوع د ځان لپاره یوه بریا وبولي.

زمونږ خریال رپورټ راکړی چې په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ بیګا د ایسوشیئیټډ پریس د ادعا په ردولو سره وویل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلې وو چې که امریکا غواړي د توغندويو په هکله خبرې وکړي نو اول دې د سیمې په هیوادونو باندې د خپلو وسلو خرڅون بند کړي، خو دغه خبري آژانس د ظریف دا خبرې، د خپل دفاعي میزایل پروګرام په هکله مذاکرې ته د ایران د ګروهنې په توګه معنا کړې دي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ د ایسوشیئیټډ پریس خبریالانو ته په خطاب کښې وویل: د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو تحریفول له رسنیو عامه هرکلی کموي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي هم په دې هکله وویل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر د این، بي، سي خبریال ته په دقیق او عاقلانه ځواب په ورکولو سره د سیمې پر هیوادونو د امریکې د وسلو د خرڅون موضوع چیلنج کړه.