په لویدیځ کې د بشری حقوقو خلاف ورزی
د کاناډا د ځای خلکو نفوس یو میلیون او شپږ لکه اټکل کیږی چی کابو د دغه هیواد د رستو نفوسو څلور فیصده کیږی . تر ټولو زیاته بی وزلی او اعتیاد د کاناډا د ټولنې په دغه برخه کی لیدل کیږی . نن سبا د کاناډا د ځای خلکو په هکله نوی راپور خپور شوی دی چی د ځای خلکو په تیره بیا د میرمنو او انجلیو پرضد د اعمال شویو تاوتریخوالیو په اړه دی او په دغه راپور کی د ځای خلکو پرضد د نسل وژنې ټکی کارول شوی دی .
د بخښنې نړیوال ادارې د قدرت او ځای د احیا د راپور په ځواب کی د کاناډا له حکومته غوښتی دی چی له هغه سطحی کړچاره چی تر ننه یې د ځای میرمنو اوانجلیو ، د کاناډا د لومړنیو اوسیدونکیو او د اینویی او متیس ځای ډلو پرضد کړی دی او هغو ټولو ماته خوړلی ده ، مخنیوی وکړی .
د کاناډا د ځای خلکو نفوس یو میلیون او شپږ لکه اټکل کیږی چی کابو د دغه هیواد د رستو نفوسو څلور فیصده کیږی . تر ټولو زیاته بی وزلی او اعتیاد د کاناډا د ټولنې په دغه برخه کی لیدل کیږی . نن سبا د کاناډا د ځای خلکو په هکله نوی راپور خپور شوی دی چی د ځای خلکو په تیره بیا د میرمنو او انجلیو پرضد د اعمال شویو تاوتریخوالیو په اړه دی او په دغه راپور کی د ځای خلکو پرضد د نسل وژنې ټکی کارول شوی دی .
«««««««««««««««««««««««««
کمیشنری میرمن ماریون بولر د کاناډا د ځای میرمنو ترمینځ د وژلې د لوړې اندازې په ارتباط په تحقیق درې کاله ولګول او د هغې نهایی راپور د جون په دریمه خپور شو .
میرمن بولر د بریټش کولمبیا ایالتی محکمې قاضی ، د ځای خلکو د حقوقو د انجمن مشره او د میستایسیس د ځای وګړیو غړی ده . په دغه راپور کی راغلی دی چی له دې سره سره چی په کاناډا کی د درستو ځای خلکو پرضد نسل وژنه شوی ده خو میرمنې او انجلۍ د دغو تاوتریخوالیو خاص هدف دی . دغه راپور د کاناډا حکومت غفلت د کاناډا د ځای میرمنو پرضد د دغه تاوتریخوالی د بڼه غوره کولو عامل بولی .
««««««««««««««««««««««««
دغه ۱۲۰۰ صحفه ای راپور په ۲۰۱۶ کال کی دکاناډا د لومړی وزیر جاستین ترودو د حکومت په غوښتنه وشو چی د هغه په اساس کاناډا د ځای خلکو پرضد په اوږدمهاله تبعیضونو کی په تاوتریخوالی او له هغو په ساتنه کی په بی وسی تورن شوی دی .
میرمن بولر ویلی دی ، د ځای خلکو د میرمنو او انجلیو د بی درکه کیدا او وژل کیدا غمیزه د انسانی حقوقو سیسټامټیکه خلاف ورزی او د کانادا حکومت په وسیله له ځای خلکو ناوړه استفاده ده او دا چاره له خپلو ټاټوبیو د هغو د نظام مند کډوالو او د هغو د نسل او کلتور په جرړه ویستلو په هدف سره شوی ده . دا یعنی نسل ختمونه . هغې ویلی دی د ځای میرمنو او انجلیو پرضد دتاوتریخوالی یوه ملی غمیزه ده . همداراز د دغې ملی غمیزې یوه برخه ، حکومت دی .
د میرمن ماریون بولر تحقیق کی راغلی دی له ۱۹۸۰ کاله تراوسه په کاناډا کی ۱۲۰۰ ځای میرمنې وژل شوی یا بی درکه شوی دی خو ځینې فعالان وایی دغه شمیر احتمالا ډیر زیات دی .
««««««««««««««««««««««««««««««
په ۲۰۰۵ میلادی کال کی د کاناډا د ځای میرمنو ټولنې د وژل شویو یا بی درکه شویو ځای میرمنو په اړه یو معلوماتی بانک جوړ کړی دی او تر ۲۰۱۰ پوری یې ۵۸۲ موردونه ثبت کړی دی . په ۲۰۱۴ کال کی سلطنتی پولیسو له ۱۹۸۰ تر ۲۰۱۲ کلونو کی د اړونده دوسیو شمیر کابو دوه زره دوه سوه اعلان کړی دی . د ملی تحقیق نهایی راپور کی راغلی دی چی د کاناډایی ځای میرمنو او انجلیو په ورزنیز ژوند کی استعماری تاوتریخوالی همداراز توکم پالنه ، جنسیت پالنه او ټرانسفوبیا تاوتریخوالی ترسره شوی دی . دغه تاوتریخوالی د روغتیایی څارنو ، قضایی سیسټم او یا د کاناډا د ټولنې د جوړښتونو او سیاستونو او قوانینو په شان د اورګانونو له لارې اعمال شو یدی . په نتیجه کی ډیر ځای خلک په دغو تاوتریخوالیو او توپیرونو سره لوی شوی دی او له هغو سره عادت شوی دی . په داسې حال کی چی د کاناډا ټولنه ښی چی دغې مسلې باندې د غور لپاره پکې زیاته پی پامی موجوده ده .
د راپور په دوام کی اشاره کیږی چی هیڅ څیز به موجوده وضعیت ښه نکړی خو که دا بحران په جړیزه توګه اوار شی او د ځای میرمنو او انجلیو پرضد د تاوتریخوالی په ارتباط د کاناډا د ټولنې بیلا بیل جوړښتونو دوامداره بی پامی لپاره اغیزمنه حل لاره پیدا شی .
««««««««««««««««««««««««
د بخښنې نړیوالې ادارې د کاناډا د لومړی وزیر جاستین ترودو له نظرونو هرکلی کړی دی تر څو د کاناډا د ځای میرمنو او انجلیو پرضد د ترسره شویو تاوتریخوالیو په هکه ملاتړ وکړی . ترودو ژمن شوی دی چی د کاناډا حکومت د ځای میرمنو پرضد له تاوتریخوالی سره د مقابلې لپاره د ملی اقدام پروګرام اجرا کړی .
د کاناډا د بخښنې د دارې عمومی منشی الکس نوو وویل د کاناډا حکومت او په حقیقت کی د کاناډا ټولنې په کلی ډول په هغه لړونکیو تاوتریخوالیو چی د ځای میرمنو او ا نجلیو پرضد شوی ، سترګې پټې کړی . مونږه هیله من یو چی دغه تحقیقی راپور د درستو حکومتونو لپاره کا ټلیزر یا اسانونکی شی تر څو په نهایت کی د دغه بشری حقوقو کړکیچن وضعیت ته په ځنواب ویلو کی یو جامع ، غږمله او سیسټامټیک غبرګون وښی . په دې لړ کی د یوه مهم ګام په توګه هماغه ډول په اکتوبر میاشت کی د فیډرال انتخاباتو ته په پام سره مونږه له درستو فیډرال سیاسی ګوندونو وغوښتل چی د عدالت لپاره بلنې راپور په لړ کی له ملی اقدام پروګرام سره ژمن شی .
«««««««««««««««««««««««
د بخښنې نړیوالې ادارې ، ځای سازمانونو ، د میرمنو د حقوقو او نورو اړونده ادارو یوه میاشت مخکې په ګډه د شمال د چارو او ځای خلکو د اړیکو وزیر کارولین بن یو لیک ولیږه چی د پارلیمان له اوسنی غونډې ختمیدا مخکې په دې هکله د اقدام لپاره د فیډرال حکومت د ژمنو حیاتی اهمیت وریاد کړی .
ملی تحقیق د پلټنې دوهمه کمیټۍ ده چی دا وجاجوی چی کاناډا د ځای خلکو پرضد د نسل وژنې مسوله ده . د حقیقت معلومونکی او غږملتیا کمیشن تایید کړی ده چی استعماری سیاستونه او قوانین په کاناډا کی د ځای ټولنو د تباه کولو په نیت ترسره شوی دی .
په فرانکو فون ډپارتمان کی د کاناډا د نړیوالې بخښنې ادارې عمومی منشی فرانس ایزابل لانګوا وایی د حقیقت معلومونکی او غږملونکی کمیشن په شان ، ملی تحقیق د ځای خلکو د حقوقو او بشری حقوقو درستو ملاتړو ته بلنه ورکړی ده چی د بشری حقوقو د دغه ژور کړکیچ په ختمولو سره له جنس پالنې ، توکم پالنې ، همجنس پالنې ، ټرانسفوبیایی او استعمار پالنې سره مقابله وکړی او له حکومت او عمومی اورګانونو دا غوښتنه وکړی . د بخښنې نړیواله اداره په دغو لسیزو کی د ځای میرمنو په مشری له ولسی فعالیتونو قدرونه کوی او پوهیږی چی د هغو فعالیتونو نن مونږه له دغو نتیجو خبر کړی یو او مونږه یې هغه ځای ته چی نن پکې یو ، راوستی یو . مونږه ټول له دغو فعالانو سره د پیوستون دوام ته ژمن یو تر هغې ورځې چی دا ډاډ ترلاسه کړو چی په کاناډا کی درستې ځای میرمنې او انجلۍ په امن ، عزت ، له تاوتریخوالی او توبیر پرته ژوند وکولې شی .