د ايټمي انرجۍ نړيوال اژانس مشر مړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83558-د_ايټمي_انرجۍ_نړيوال_اژانس_مشر_مړ_شو
د اېټمي انرجۍ نړيوال اژانس د ملګرو ملتو د د دغې ادارې د مشر يوکيو آمانو د مړينې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2019 09:06 Asia/Kabul
  • د ايټمي انرجۍ نړيوال اژانس مشر مړ شو

د اېټمي انرجۍ نړيوال اژانس د ملګرو ملتو د د دغې ادارې د مشر يوکيو آمانو د مړينې خبر ورکړ.

روئيټرز خبري اژانس نن د دې خبر په اعلانولو سره وويل چې د ايټمي انرجۍ نړيوال اژانس سېمبولک بېرغ به د دغې ادارې په غړيو هېوادونو کښې نيمه رپول کيږي.

څو ورځې مخکښې ويل شوي وو چې دوه اويا کلن آمانو د بيمارۍ په وجه د راتلونکي ۲۰۲۰ ميلادي کال په مارچ مياشت کښې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس له مديريته د استعفاء ورکولو اراده لري.

خو تېره هفته له دغې ادارې سره نزديو سرچينو د يوکيا امانو له وعده کړې شوې نېټې نه مخکښې د څنګته کېدو او د رومانوي ډېپلومېټ کرنل فروتا او د آرجنټائن د ډېپلومېټ رافائل ګروسي ترمېنځ د آمانو د ځاے ناسي لپاره د سيالۍ خبر ورکړ.

کرنل فروتا په اوس حال کښې د آژانس د سياستګزارۍ د لوړ رتبه غږملونکي په توګه په فعاليت بوخت شوے دے او رافائل ګروسي د ايټمي انرجۍ په نړيوال آژانس کښې د آرجنټائن استازے دے.

آمانو چې له جاپان سره يې تعلق لرۀ په ۲۰۰۹ کال کښې د دغې ادارې مشري په غاړه اخېستې وه.