جاپان د عسکرو لپاره دامریکا وړاندیز رد کړ
-
له اټومي تړون د امریکا وتل او په مینځني ختیځ کښې دواشنګټن پوځي شتون دایران او دامریکا ترمینځ د تاوتریخوالي اصلي عامل دی .
فارس خبری اژانس وایی د جاپان دلومړی وزیر ویاند یوشیهیده سوګا(Yoshihide Suga)فارس خلیج سیمې ته د پوځیانو د استولو لپاره د امریکا غوښتنه رد کړه .
هغه دامریکا په غوښتنه فارس خلیج سیمې ته د پوځیانو داستولو په هکله وویل د جاپان پخوانی دریځ نه دی بدل شوی او ټوکیو په هرمز اوبلارې( Strait of Hormuz ) کښې دامریکا د نظر وړ پوځی سمندری ائتلاف سره دیوځاې کیدا لپاره دعسکرو د استولو په موضوع غور نه کوی .
مخکې د جاپان د فاع وزیر تاکیشی ایوایا (Takeshi Iwaya )هم ویلی وو ټوکیو د امریکا له نظر وړ ائتلاف سره د یوځاې کیدا لپاره فارس خلیج سیمې ته د پوځیانو د استولو هیڅ پروګرام نلری .
د جاپان سیاسی ګوندونو هم د هرمز اوبلارې د ساتلو په پلمه فارس خلیج سیمې ته د امریکا په وړاندیز شوی ائتلاف کښې له ګډون کولو سره خپل مخالفتونه اعلان کړی دی .
له اټومی تړون د امریکا وتل او په مینځنی ختیځ کښې دواشنګټن پوځی شتون دایران او دامریکا ترمینځ د تاوتریخوالی اصلی عامل دی .