بی نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83824-بی_نقابه_امریکا
د سرحدی دیوال د جوړولو د بودجې د ازادولو لپاره د امریکا د سترې محکمې حکم د ټرمپ د استیضاح د بهیر له پیلولو د ډیموکراتانو د دریم مقام ملاتړ د امریکا د ملی امنیت د اطلاعاتو د مشر څنګته کیدا او په فارس خلیج کی په سمندری ایتلاف له ګډون سره د جرمنی له مخالفته د امریکا غوسه کیدا په تیره اونۍ د مهمو پیښو خلاصه وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2019 09:33 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

د سرحدی دیوال د جوړولو د بودجې د ازادولو لپاره د امریکا د سترې محکمې حکم د ټرمپ د استیضاح د بهیر له پیلولو د ډیموکراتانو د دریم مقام ملاتړ د امریکا د ملی امنیت د اطلاعاتو د مشر څنګته کیدا او په فارس خلیج کی په سمندری ایتلاف له ګډون سره د جرمنی له مخالفته د امریکا غوسه کیدا په تیره اونۍ د مهمو پیښو خلاصه وه .

د امریکا سترې محکمې د یوې فیدرالی محکمی حکم چی د سرحدی دیوال لپاره د پنتاګون له بودجی د حکومت د استفادې مخنیوی لپاره ترسره شوی وو ، لغوه کړ . دغه محکمې  ولسمشر ته اجازه ورکړی ده چی د پنتاګون له بودجی دوه اعشاریه پینځه میلیارډ  ډالره بودجه  د خيپل سرحدی دیوال لپاره ولګوی . دغه محکمې په کیلی فورنیا کی د فیدرال محکمې د قاضی د حکم د لغوه کولو ته د څلور مخالفو رایو په وړاندی پینځه موافقې رایې ورکړی . دغه قاضی مخکې له دغو پیسو د ولسمشری د استفادې خنډ شوی وو  . په کیلی فورنیا کی فیدرال محکمې ویلی وو ، کانګرس مشخصا دغه بودجه د دیوال د جوړولو لپاره په نطر کی نده نیولی .

د امریکا او میکسیکو ترمینځ د سرحدی دیوال جوړول د ۲۰۱۶ میلادی کال په انتخاباتو کی د ټرمپ یوه انتخاباتی ژمنه وه چی د دیموکراتانو له جدی مخالفت سره مخامخ شوی ده .

ټرمپ په خپل ټویټر پاڼه کی د سترې محکمې حکم یو ستر بریالیتوب بللې دې .

«««««««««««««««

د روان میلادی کال په لومړیو کی ټرمپ له مکزیک سره په پوله کی د بیړنی حالت په اعلانولو سره د سرحدی دیوال د جوړولو لپاره د دفاع وزارت له بودجی د پیسو د اخیستلو لپاره لاره برابره کړه . د سپنې ماڼۍ چارواکو لومړۍ ویلی وو چی دولت نیت لری د پنتاګون له بودجی کابو ۶ میلیارډه ډالره بودجه واخلی . حتی د ژواک چاپیریال ملاتړو ډلو هم د دغه دیوال د جوړولو له طرحې محکمې ته شکایت کړی دی او وایی چی د هغه جوړیدا به د ځناورو او حشراتو په ژوند  منفی اغیز وشیندی . دیموکراتانو مخکی ویلی وو چی له درستو قانونی لارو به استفاده وکړی تر څو د سرحدی دیوال د جوړولو لپاره د بیړنی حالت د اعلانولو په شرایطو کی د پوځی بودجی د کارولو مخه ونیسی .

«««««««««««««««««««

د امریکا د دیموکراټانو دریم کس او لوړ رتبه سناتور پتی مورای د جولای په ۳۰ د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کی د روسیې د لاس وهنې د ځانګړی پلټونکی د راپور نتایجو ته په اشارې سره  د ټرمپ د استیضاح له بهیره ملاتړ وکړ . مورای په یوه بیانیه کی وویل زه د خپل ګوند له ملګرو سره موافق یم . د هغو بالقوه ګواښونو سختوالی ته په پام سره چی زمونږ دیموکراسی لپاره  چی د مولر په راپور کی ورته اشاره شوی ده ، وجود لری ، بشپړه روښانه ده چی د امریکا پارلیمان  باید دغه بهیر پیل کړی چی ایا د ولسمشر اقدام استیضاح ته اړتیا لری .

د مولر له ۴۴۸ صحفه ای راپور له خپریدا وروسته د هغو استازیو شمیر زیات شوی دی چی د ټرمپ د استیضاح غوښتونکی دی . د ټرمپ د استیضاح  له غوښتونکیو سره د  نورو کسانو  په یو ځای کیدا سره  ، د استیضاح غوښتونکیو شمیر ۱۱۰ کسانو ته زیات شوی دی دیموکرات استازی الیوت انګل هم د جولایی په ۳۱  په یوه ټویټ کی د  ټرمپ د استیضاح غوښتنه وکړه . انګل په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل د امریکا خلک غواړی او شایسته دی چی له حقیقته خبر شی . زه باوری یم چی د امریکا پارلیمان باید رسما د ټرمپ استیضاح وجاجوی .

اوس د امریکا د کانګرس د هغو استازیو شمیر هم ۱۱۸ ته رسیدلی دی چی د ټرمپ استیضاح غواړی چی دا ښی اوس څه د پاسه نیم دیموکراټان د امریکا د ولسمشر ټرمپ د استیضاح غوښتونکی دی . له بلې خوا د امریکا د میشیګان ایالت خپلواکه استازی جسټن اماش هم د ټرمپ له استیضاح ملاتړ کړی د ی او په هغه سره حاضر دمه ۱۱۹ استازی د ټرمپ د استیضاح غوښتونکی دی . د یوې تازه نظر غوښتنې نتیجه ښی چی اویا فیصده دیموکراټان د ټرمپ استیضاح کول غواړی .

«««««««««««««««««««««««

دا په داسې حال کی دی چی د امریکا د کانګرس مشرې میرمن ننسی پلوسی  هماغه راز د ټرمپ د استیضاح په وړاندی مقاومت کوی  اوپه کانګرس کی یې د مولر له شتونه وروسته هم خپل کړچار ندې بدل کړی . پلوسی د جولایی په ۲۶ نیټه په خبری کانفرنس کی وویل  له دغې موضوع سره هیڅ مشکل نلری چی دیموکراټان  په شخصی توګه د ټرمپ د استیضاح غوښتنه وکړی .

ټرمپ د خپلې استیضاح د بیا مطرح کیدا په موضوع سخت غبرګون ښودلی دی او نیوکه یې کړی ده . ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل حاضر دمه دیموکراتان د مولر د وحشتناکې ډرامې له حیرانتیا راووځی او بیا یې  هر ځای د استیضاح طرحه پیل کړه . دوی څومره زمونږ هیواد لپاره ناروغه ، بد او کرکجن دی ، هغه څه چی هغو یې کوی ، ستره تیروتنه ده ، خو په هر حال دا کار ترسره کوی . دیموکراټان په هغه ګوند چی هیڅ کار نه کوی ، بدل شوی دی .

««««««««««««««««««««««««««

 

د امریکا ولسمشر ټرمپ له هغه وخته چی قدرت ته رسیدلی دی ، د حکومت او سپینې ماڼۍ د چارواکو څنګته کولو ، ویستلو  یا اجباری استعفی ورکولو رویه پرمخ نیولی ده ، په عین حال کی ځینې چارواکی هم د ټرمپ په سیاستونو د اعتراض په دلیل له خپلو څوکیو تللی دی چی پکی مهم کسان پخوانی خارجه وزیر ریک تیلرسن ، دفاع وزیر جیمز میتس ته اشاره کولی شو . په عین حال کی د لوړ رتبه امریکایی چارواکو څنګته کیدا او ویستل هماغه راز دوام لری . په دې لړ کی د امریکا د ملی امنیت د اطلاعاتو مدیر ډان کوتس به په راتلونکیو څو ورځو کی له خپلې څوکۍ څنګته شی . ټرمپ د جولایی په ۲۹د هغه د څنګته کیدا خبر ورکړ اوجان راټکلیف یې د هغه د ځای ناستی په توګه تایید کړ .

ډان کوتس د رسویې پرضد په سخت دریځ درلودونکی مشهور دی . په عین حال کی هغه د ایران او شمالی کوریا په اړه  له ټرمپ سره متفاوت دریځ لری . هغه د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ میاشت کی د امریکا د کانګرس له استازیو سره په یوه غونډه کی وویل دا احتمال وجود نلری چی شمالی کوریا له ایټمی وسلو لاس واخلی . کوتس همداراز د ایټمی موافقې د دوام غوښتونکی دی . دا په داسې حال کی ده چی ټرمپ د ایټمی موافقې سخت مخالف دی او دهغه د نابودولو لپاره یې له هیڅ کاره ډډه نده کړی .

د کوتس څنګته کیدا ښی چی ټرمپ چی په خودبینۍ او ځان منمۍ مشهور دی ، مخالفې رایې او رودې نه منی او د ولسمشر په توګه د خپلې لوړې رسمی رایې په دلیل هغه چارواکی چی ورسره هم فکره ندی ، څنګته کوی . په دې ډول چی تراوسه یې څه د پاسه ۶۰ کسان ویستلی او یا استعفا شوی دی .  د ټرمپ د ولسمشرۍ پړاو به په ډیر یادیږی چی په لږ وخت کی ې ډیر زیات چارواکی له خپلو څوکیو څنګته کړی دی .

«««««««««««««««

د هرمز لارې په ماموریت کی د جرمنی شرکت نه کول د امریکا د غوسه کیدا سبب شوی دی . په دې زمینه کی په جرمنی کی د امریکا سفیر ریچرډ ګرنل د جرمنی په وروستي فیصلې نیوکه کړی ده . ګرنل د اګست په لومړۍ نیټه د انګلا مرګل له حکومته  په سختې نیوکی سره چی په هرمز اوبلاره کی له سمندری ماموریت سره نه یو ځای کیږی  ، وویل جرمنی چی د اروپا ستر اقتصاد دی باید زیات نړیوال مسولیت پرغاړه ولری . هغه ادعا وکړه جرمنی یوه دنده لری چی باید ترسره یې کړی . ګرنل چی له تیر کال راهیسې په جرمنی کی د امریکا سفیر شوی دی ، په جرمنی په نیوکو او جوتو څرګندونو په دلیل جنجال رامینځته کونکی شوی دی . امریکا اونۍ اونۍ هڅه کړی ده چی په هرمز تنګی کی د پوځی ماموریت کی د ګډون لپاره د  جرمنی ملاتړ ترلاسه کړی  او له دې سره سره چی د جرمنی نوی دفاع وزیر د نوموړی غوښتنې د جاجولو خبر ورکړ خو د جرمنی خارجه وزیر هغه رد کړ . د امریکا او جرمنی اړیکی د ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاو کی خرابی شوی دی .

د جرمنی خارجه وزیر ماس په فارس خلیج کی د امریکا تر مشرۍ لاندې په سمندری مامریت کی د خپل هیواد مسارکت منتفی بللی دی . ماس وویل جرمنی غواړی چی له ایران سره تاوتریخوالی کم شی او د دغه تاوتریخوالی د کمولو لپاره باید هر ډول هڅه وشی .

جرمنیان ډیر ښه پوهیږی چی په فارس خلیج کی د سمندری ایتلاف د جوړولو مسله یوازې د ټرمپ حکومت د زیات دباو د سیاست په چوکاټ کی د ایران پرضد د دباونو د زیاتولو لپاره د واشنګټن یوه پلمه ده  او په همدې دلیل حاضر ندی چی د واشنګټن په سناریو کی لوبه وکړی .