د کشمیر کشاله پوځي حل لاره نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83924-د_کشمیر_کشاله_پوځي_حل_لاره_نه_لري
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړي مرستیال په کشمیر کښې د شخړو له زیاتیدو د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې د کشمیر لانجه پوځي حل لاره نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2019 09:57 Asia/Kabul
  • د کشمیر کشاله پوځي حل لاره نه لري

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړي مرستیال په کشمیر کښې د شخړو له زیاتیدو د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې د کشمیر لانجه پوځي حل لاره نه لري.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړي مرستیال په کشمیر کښې د شخړو له زیاتیدو د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې د کشمیر لانجه پوځي حل لاره نه لري.

حسین امیر عبداللهیان بیګا په یو ټویټ کښې ولیکل: ایران د جمو او کشمیر سیمې د خلکو او قومونو د ګټو د تامینیدو او د دغې سیمې د کړکیچ د هواري په لړ کښې د صلحه ایزو لاروچارو او خبرواترو هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه چې د کشمیر د کشالې د هواري لپاره د سیمه ایزې او نړیوالې کړنلارې په تیره بیا د اسلامي ملګرتیا ادارې په سویه د یوې لارې چارې غوره کول ضروري دي.

د ویلو ده چې د هندوستان حکومت تیره دوشنبه د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر ځانګړي اختیارات ختم کړل چې له امله یې حالات د کشمیریانو لپاره لاسخت شول او دغې سیمې ته د هندوانو د کډه کیدو او هلته د ځمکو او کورونو د اخیستو امکان برابروي.

کشمیریانو د هندوستان د حکومت دغه کار او په دغې سیمې کښې د نوي ډیلي ځیني وروستي ګامونه د ځان خلاف جنګ بللی دی.