جاپان دامریکا په سمندری ائتلاف کښې نه شامیلیږی
-
په پوځي ائتلاف کښې د نورو هیوادونو د شاملولو د امریکا د ولسمشر ټرمپ هڅو عملا ماتي خوړلي ده .
ایرنا خبری اژانس وایی د جاپان یوه(۱) حکومتی چارواکی له کیوډو خبری اژانس سره په مرکه کښې ټینګار وکړ جاپان به په فارس خلیج کښې د امریکا په پوځی ائتلاف کښې ګډون ونکړی .
هغه وویل د جاپان حکومت نیت نلری په فارس خلیج کښې د امریکا په سمندری ائتلاف کښې په ګډون کولو سره له ایران سره خپلو اړیکو ته تاوان ورسوی .
کیوډو خبری اژانس دجاپان ددغه چارواکی په قول وویل جاپان به د هرمز اوبلارې پرځاې د ګزمې لپاره باب المندب ته کشتۍ او الوتکه واستوی .
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر په تیرې چهارشنبې ورځ د جاپان له چارواکو غوښتی وو دامریکا په سمندری ائتلاف کښې شامل شی .
دجاپان حکومت او سیاسی ګوندونو مخکې هم د هرمز اوبلارې د ساتنې په پلمه په فارس خلیج کښې دامریکا په سمندری ائتلاف کښې له ګډون سره مخالفت اعلان کړی وو.
په پوځی ائتلاف کښې د نورو هیوادونو د شاملولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ هڅو عملا ماتی خوړلی ده او په همدې دلیل څو ځله دسیمې هیوادونو ته دخپل استازی په استولو سره ددغو هیوادونو دنظر دبدلولو لپاره دیوې (۱) لارې د لټولو هڅه کوی .
دامریکا دفاع وزیر مارک ایسپر پرون له جنوبی کوریا غوښتی وو دامریکا په سمندری ائتلاف کښې شامل شی خو تراوسه له واشنګټن سره د جنوبی کوریا په ملګری کولوکښې نه دی بریالی شوی.
امریکا په تیر میلادی کال کښې په غیر قانونی ډول له اټومی تړون په وتلو سره د ایران پرضد د دباو د راوستلو لپاره هرډول هڅې پیل کړی دی .